(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.04.2022سوچ او پوهه

[05.Apr.2022 - 15:54]

سوچ او پوهه

 

خپــــلـې پــــوهــې بــرابــر ســوچ دانــسـان وي

د لـوړ ســـــوچ د خــــاونــدانو  لــوړ ارمـان  وي 

 

نــاپــوهـۍ نــه غــټ دښـمــن د انــســان نـشـتـه 

نــاپــــوهـانـو تــــه جــــهـان پـېـژنــدل ګــران وي

 

تـل د ځــان پــه هــنــداره کښې جــهـان ګـــوري 

د خــپـل سـوچ پـــه انـدازه ئې تــنـګ جهـان وي

 

ځـان جهـان  پــه ائـينـه كښې  پــوهـان ويـنــــي رسـولـــــي ځـــان تـــر ســتــورو د اسـمــان وي

(ډاکتر کبیر ستوری (Dr. Kabir Stori

………

 

 

كـه څـوك څـېړنــه كـړي، د شـعر فــلسـفې لـټوي

 خيال اوښكلا،مینې، احساس ته به نغمې لټوي

 

خيال پــه باغي دنيا كې اوسي پـابـندي نه مـني عـبـث خـواري كـوي چې خـیال تـه زلــونې لټـوي

 

موسيقي وال لفظي انځور د خيال ته شعر وائي فـن او هنـر ورتــه د بـم او زيــر پــردې لـــټــــوي

 

ستوری پښتو پښتونـولي دساز نغمو كې نغاړي د رباب ټــنګ پسې د ټـول مالـت حـجـرې لــټوي

 

(ډاکتر کبیر ستوری (Dr. Kabir Stori

-
بېرته شاته