(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.04.2022خوږه پلاره

[05.Apr.2022 - 16:41]

خوږه پلاره

 

 نن مې بیا ډېر زیات یادیږې خوږه پلاره

سم  په  زړه  مې  راوریږې  خوږه  پلاره

 

ته  چې نه  یې نو خوبونه  زما  ورک دي

تل  مې سترګو  کې  غړیږې خوږه  پلاره

 

ټول  یادونه دې هر وخت راسره  مل وي

په ګوګل کې مې  اوسیږې  خوږه  پلاره

 

ته  له  دې دنیا نه لاړې  نوم  دې پریښود

ته  ژوندی یې نه  مړ  کیږې  خوږه پلاره

 

ســـتا د  میني شفقت  لاس  مو  سر  وو

په  یو  حال  مو نه هیریږې  خوږه پلاره

 

د مور ښپو لاندې جنت دې  بې  له  شکه

ستا نشتون کې کور ورانیږي خوږه پلاره

 

بېدار  هم  ستا  په  قدم  باندې روان دی

پښــــتونواله  یې خوښیږي  خوږه پلاره

 

بصیر بېدار ستوری، پېښور - پښتونخوا 04.04.2022

 
-
بېرته شاته