(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.04.2022غوړچان

[05.Apr.2022 - 17:16]

ما چې وکــتـل دې ګــرد چـــاپــــېـر جهـــان تـه

هېڅوک نــــه وائــي  کم عــــقــل خپله ځــان تــه

 

کـم عــقــلانــو تــه  هـوښـیـار کـم عــقـل ښکاری

خدای دې ورنـه کـړي کم عــقل دوست انسان ته

 

افلاتون او ســـــقـراط  به درنـــــــه هــېر  شـــي

کـه ئې غــوږ شي صــرف یـــوه شـېبه بېان  تـــه

 

تـوپیر ورک دی  د طــبـــیـــــب او  لـــــیـونــــــي

لـــیـــونـیــان، لــېــونـي وائــي ساپــــوهــان تــــه

 

هر سـړي تـه ځـان د بــل نـه هـوښـیــار ښکاري

ځــکـه ســــتـوری تــرېنــه و خـاتــه اسـمـان تـــه

........

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۵۰۱

.

زما عشق په هغه شان دی، لکه و

ستا خاطر هغه سندان دی، لکه و

.

که ته هر څو بدقولي او بدعهدي کړې

قول، عهد مې همان دی، لکه و

.

خرخښې دې لکه وې، په هغه شان دي

فتنګر دې سور پېزوان دی، لکه و

.

د رقیب خبره مه نغوږه اې یاره

چې رقیب هغه شیطان دی، لکه و

.

د بڼو په ناوکیو دې غلبېل کړ

نښانه مې درته ځان دی، لکه و

.

په خاطر باندې مې داغ دی، ستا د لاسه

ولې هسې بې درمان دی، لکه و

.

بل ګومان، فکر، خاطر لره در مهٔ وړه

خوشال ستا د بندګان دی، لکه و

.

چې دې زړه، هسې پرې ناز کوه دلبره!

په خوشال دې خاطر ګران دی، لکه و

.

.

خاطر = ۱) زړه ۲) فکر

سندان = سټ، هغه اوسپنيزه آله چې پښ ورباندې وسپنه ږدي او پر پلک يې وهي

قول = ژمنه، ژبه (کول)، پازه، وعده، عهد

همان = هغه، هم هغه، هم دغه

خرخښه = ۱) جګړه، جنګ، جنجال، ژړل، ناهيلي کول ۲) وسواس، وسوسه، تشويش، د زړه پریشاني 

فتنګر (فتنه+ګر) = اورلګاو، اورګډی، شرګډی، شریر، شرارت انګیز، شرارت پیشه

نغوږل = اورېدل، غوږ نیول

ناوک = غشی، تير، خدنګ، ناوکی

نښانه = نشانه، هدف، موخه، اثار

درمان = درملنه، دارو، درمل، دوايي، علاج

بندګان = د بنده ډېرګړی (جمع)، غلام، خدمتګار

 

 

وطن - ارواښاد ډاکټر کبير خان ستوری

.

فن د مينې مې زده كړی دى، پوهېږم

خيال كښې تا سره يم، هر ځاى چې اوسېږم

.

هم د عقل، هم د زړه مې پرې رضا ده

چې دا ستا د مينې اور كښې وسوځېږم

.

که مې سر او مال تالا شي، پروا نشته

ستا په عشق كښې، زه له سر او مال تېرېږم

.

بختور يم چې ستا عشق مې نصيب دى

ستا ښكلا او په ښايست باندې نازېږم

.

عشق دې دغومره اوچت كړم اې وطنه

چې شوم ستوری، په اسمان كښې پاس ځلېږم

.

.......

ارواښاد صاحب شاه صابر

خوبونه، مخ ۱۸۱

.

اورم چې سپرلي راځي

ښکاري چې ساقي راځي

.

موږ د محبت د ښار

موږ له زندګي راځي

.

ښکاري چې راتلونکې ده

ځمکه خوځي، ځي راځي

.

عقله مبارک دې شه

ځان سره دې وړي راځي

.

دا ګودر، په تا آباد

تا له لېوني راځي

.

دا د زړونو لوبې دي

دې کښې تباهي راځي

.

ستا د کلي ډېر خلک

ستا ذکر کوي راځي

.

عشق داسې په نخښه کړم

غم چې چېرته وي، راځي

.

وار وکړه، لږ صبر شه

غمه، خوشالي راځي

.

خاورې به يو، مړه به يو

ښکلي چې راځي، راځي

.

مینه کمېدونکې ده

ژوند کښې څه کمی راځي

.

دلته کښې صابر مين

دلته خو که مري راځي

........

(غوړچاڼ: ممتاز خان)

Mumtaz Khan
-
بېرته شاته