(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022حلال شراب

[11.Apr.2022 - 12:08]

د  درملو  شين  ســذاب  درســـره  راوړه 

پوهولـــو  تـــه  کـــتاب  درســــره  راوړه

 

يــو په دوه دي ګــټه واخــله حــق حلاله

د فهرست پـه څـير حساب درسـره راوړه

 

تنده  ولاړه  جــل  وهلو  تــه  نـــژدي  ده

چـې حــلال وي دا شــراب درسـره راوړه

 

د تسکين لپــــاره ســـتا همکــاري غــواړم

د  مـثبت  خــبر  ځــواب  درســره  راوړه

 

رنځور زړه په درمل نه په مينه جوړ سي

دمحبــــت ميني اسـباب درسـره راوړه

 

د نفــاق غشـي ويشتلــی پښتون زړه دی

د  وحدت  قــوې  تنــاب  درســره  راوړه

 

پــه تيارو تيارو کــې لار هميش ټکــر وي

ورځــي ژر راځــه افــتاب درســره راوړه

 

د حــرم محــرم حــالت مـو رســوا سوی

د ســـاتني ټينګ حجـــاب درســره راوړه

 

سولــي راســه د غــريب ضعيف انګـړ ته

د خــوښيو تــرنګ ربــاب درســـره راوړه

ملا عبدالسلام ضعیف

-
بېرته شاته