(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022سلېم راز ته

[11.Apr.2022 - 12:39]

سلېم راز ته

 

د مينې په دنيا کښې مې د حسن ښکلی رازه 

د فکر سردرو کښې مې د ننګ هغه شهبازه 

د وينې په سرخۍ کښې مې د نوي پښتو رنګه 

د زړۀ په سور رباب کښې مې د وخت ښکلی آهنګه 

د قام په افق باندې د يو سپين سحر پېغامه

د ملک په مېخانو کښې د پښتو د ادب جامه

د ګردې پښتونخوا د ترقو نه ډک ارمانه

د ټول انسانيت د خوشحالو سازوسامانه

زما درته دعا ده چې حاصل مې د دعا شې 

د وخت تورو تيارو ته لکه ستوری د سبا شې 

 

اجمل خټک بابا 

کتاب : تنقيدي کرښې پېنځم مخ ، لیکوال  سليم راز 

-
بېرته شاته