(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022د قام مینه

[11.Apr.2022 - 12:42]

تو لعنت په هغه چـاشه چې په قام سوداګـري کا

د پینځـو پیســو لپاره  د اغیـارو  نوکري  کا


بله نشته  هسـي لـویه مرتبه لـه آزادۍ نه

چې مې واك د بل په لاس وي په دې څه که افســري کا

 

خدایه هسی زوی لوی نه کړې د پښتو ن په کورنۍ کې

چې له ننگـه بـې خبر وي او دښمـن پـرې باداري کا

 

هغه سر به بختور وي چـې د قام مخکـې شي خاورې

ځکه کام یې پس له مـرگه په مزار جمــع اواري کا

 

قربانیږه  ملنګ جانه  د هغـو خلکـو له زړونه

چې د قام له مینې ډک وي د هیواد خپل غمخوري کا

 

ملي شاعر ملنګ جان

-
بېرته شاته