(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022لمونځ کوه

[11.Apr.2022 - 12:53]

نوټ : اجمل عبدالله   تیر کال د همدې پوست په یو کمنټ کې لیکلی:  

دا بیتونه د ارواښاد سیدزمان قسمت دي, قسمت د ننګرهار د پچیر د سېمې سره تړاو درلود, څو کاله وړاندې ناروغ شو, بیا ځوانیمرګ شو

خدای دې وبخښي.

(انجنیر ستانه میر زهیر)

ظلم کړه ،ستم کوه ، دوکې کوه ،خو لمونځ کوه 

قتل کړه ، لوټمار کوه ، غلې کوه خو لمونځ کوه

دلته ږيره پريږده او شيطان باندې لعنت وايه

نوره ټول کارونه،  دهغې کوه خو لمونځ کوه

دلته پښتونخوا ده ، په جومات کې پټکی واچوه 

بيا د پښتنو مرګ ته چندې کوه. خو لمونځ کوه 

دلته په ډالرو د افغان وژل جهاد ګڼه 

دلته مزدوري د امريکې کوه خو لمونځ کوه 

(  ..... ؟)

 

دلرې پښتونخوا  مشهور او وتلی شاعر 

ښاغلی عبدالرحيم روغاني  صیب بیا وایی

          افسوس

يو ملاموکسب د ټوپک ، تورې ، نيزې کوي 

بل ملا مو کار د دم ، تعويذ او اجازې کوې 

بل ملا مو ، ملا د سياست کار ته تړلې ده 

موږ يې خوار و زار کړو او ملا صيب مزې کوي 

دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوی دی 

يو ملا مو وژني ، بل ملا مو جنازې کوي

.........

 

 

پېشلمی په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې 

-------------------------------

په روژه مات راشه جانانه

تر پېشلمي پورې به وکړو مجلسونه

دروژې هر ماښام اختر دی 

زرې زرې دپیشلمي دلاسه یمه 

دپېشلمي اورونه بل شول

چی مساپر آشنا به څوک راویښوینه

د پېشلمي اورونه بل شول

نجلۍ په سرو منګولویار راویښوینه

د پیشلمي اورونه بل شول

نجلۍ  په سرومنګلوغنې(۱) ماتوینه 

د پېشمنى اورونه بل شول 

ور ته را کوز شول ځنګىدلى پيزوانونه

د پيشمنى او رونه بل شول

 پېغله د يار د ډډى زلفې ټولوينه

په پیشلمي کې مې رایادشوې

حیران په دې یم  ورځ به څنګه تیرومه 

تر پېشلمــــــي به درســـــره یـــــــم 

باقي روژه ده جوړه نه کیږي خوبونه

د پېشلمي اورونه بل شول

زه خواره ناسته مرور پخلا کومه

د پېشلمي ډوډۍ مزه کا

چې شاه ليلا یې په سرتورې پخوينه

له خوبه جګه شه کمبختې

د پېشلمي اوړه دې خرې خوړلي دینه

له خوبه پورته شه نېک بختې

پېشلمى تېر د ی ملايان کوي بانگونه

-------------

 غنې  = اغزن ، وچ او بې پاڼو ښاخونه

........

-
بېرته شاته