(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022د انجان

[11.Apr.2022 - 16:08]

کال خو بدل شو فکر او خیال بدل کړﺉ

ونغاړی مـټې  د ژوندون حال بدل کړﺉ

 

هـغـه بـــربــــاد   زه د  ابـــــاد اوســـمه 

بس دی نور خدای ته دغه سوال بدل کړئ

 

د ټولو خیر کې   زمونږ خیر دی ضرور

پـه دغه خـیر کې  یــو مـثال بـدل کړئ

 

ساندې او سانــدې  خـــندا ولــې نشته

نــوره  د دغـه راګ  سُرتـال  بدل کــړئ

 

چـې رڼـــا  نه خـپــروي  څـه پــکار دئ

دغه بـې نـوره   خړ مشال بــــدل کړئ

 

ځـو  د هسـتئ ډګـــر ته   بس ملــګـرو

د آس له پښو د نیسـتئ نال بــدل کړئ

 

په سوال انجـانـه نه بدلـیږي ژونــدون 

خـــپل مقــدر پخپل کــمال بـدل کـړئ

.............

بس نـوره مرې  راتـه له زړه ئې وویل

پـه خـوږو شونـډو دا تـرخه ئې وویل

 

پـام ئـې زمـا په ګــــریـوانـه پـریــوتـو

څه ئې ونه ویل خو ډیر څه ئې وویل

 

وژنـم د خـدای قسم په څنګ شه رانه

د ناز ادا په ســــــــره چـاړه ئـې وویل

 

لا مــې د حسن پــاچــاهــــي چلــیـږي

راتــه دا دوه ټــکــــي خواږه ئې وویل

 

نـه وو نصیب زما او ســــتا څه وکـړم 

لــــیـمــه ئـــې واړول سـاړه ئـې وویل

 

زه هـم بـې تا یـمه نیــمګــړي اشـــــــنا

کــرکـه د ورکـه شــې ځـــږه ئې وویل

 

دا سپــینه ږیــره  دا د میـنې نــغــمـې

لاهم هـغـهـ؟ انـجــانـه ښـه ئــې وویل

...........

چـا زړونـــه خــرڅـول   او چا خــــبرې خرڅولې

یو څو وو لـیــوني   هغوی ســـنـــدرې خرڅولې

 

بازار د راکړې  ورکړې په څـــپو وو په موجو وو

چا ازغي په سر تـړلي  چا  ګــورګـورې خرڅولې

 

پسرلي ئې کـړل بدل   په خـزانــونـو د  دې کلـي

په سـرو سپـینو سیکــو   ډیرو کوترې خرڅولې

 

یو نیم وو پکې پاتې  نوره ټول تیر له ایمان وو

تڼــۍ سپـیـــــنې  په نــوم د ملغـلــرې خرڅولې

 

د مات او کیشت  وه لـوبه  هر یو چا زور ازمائیلو

سنډا  پـدې ډګــر کــــــې   کږې ښکرې خرڅولې

 

ړنـګـه یـارانه وه   وفــا وتــــي وه  له پـولـو

پاچا لـــه بـیوسۍ  خپلــې لښکــــــرې خرڅولې

 

په ځنځیر وو تړل شوي   دوکانونه د ګـــلانو

چا تـورې خــرڅـــولې  او چـا زغـــرې خرڅولې

 

وو  دواړه په بازار  کـې  له سحـره تر ماښامه

تا ویش د زهـــرو کـړلــو   ما شـــکرې خرڅولې

 

بس  یو پکې انجان وو  چې یې کـر د مینې کړلو 

مـلا ، پـنډت ، پادري خـــپلې منـــترې خرڅولې

.........

ما په  جانان   تا په جــهـان  بایلـلۍ

وایه چې زړه   چا په تاوان  بایلـلۍ

 

ته خزانه  د  سرو او سپـینو  شمیره

ما خپل ایمان هم  په جانان بایللۍ

 

د ښکلــي یـار   په عنـبریـنه خـــندا

زړه مې والله چې ډیر اسان  بایللۍ

 

دې کې پوهیږې څومره ګټه شوي؟

ما له ژوندونه   ټول خفګان بایلـلۍ

 

ما هم   همدا رنګه  بایلـــلۍ قسم

لکه چې  زړه خلکو  انـجـان بایلـلۍ

........

چې غرور  په مال دولت کړي  کور ئې وران شه

په حرامو  چې ثـروت کــړي  کــور ئې وران شه

 

له اشـــــــــــنا ســــره  خـــبــرې پـټې خوند کړي 

په ریا  چې عــــــبادت کــړي  کور ئې  وران شه

 

بــې لـه شک   عــــــزت لازم دی   د  هر  چا خو

د  بې شرمو  چې عــزت کړي  کور ئې وران شه

 

په سیکو  چې  ضمیر پلـــــوري  تــرې   منکر یم

څوک چې دا رنګه  عادت کړي  کور ئې وران شه

 

ولــې  ښو  نه لـــــــــرې تښـــــــــتي دا بدبختـه

چې د بدو  قـــرابت کــــــړي  کـور ئـې  وران شه 

 

څوک خــفـــه  که خوشالــــــــــیږي  زه  خو وایم

چې وطــن سره  خیانت کـړي  کور ئې وران شه

 

څـنــګ کـــــــرکــــې   وخــوړ دا وطــن    انجـــانه

کرکه څومره  زر  سرعت کړي  کور ئې وران شه

........

شته ډیر لاسونه چې ئې مات کړل زړونه

مات شه سرونه چې ئې مات کړل زړونه

 

زړه خو دی کـــــور د رب تــعـالی انسانه

ورک شه فکرونه چې ئې مات کړل زړونه

 

ځان ته هوښیار وائـي کم عـقـل دي ټول

خچن سوچونه چې ئې مات کړل زړونه

 

ګـــټــــل د زړونــو عــبادت دی اصـــــل

مات ئې شه زړونه چې ئې مات کړل زړونه

 

انــجــانــه ړنـګ کړه د تـیري او کـرکې

لوړ دیوالـونـه چې ئې مات کړل زړونه

......

Daya Singh Anjaan

-
بېرته شاته