(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022غزل

[11.Apr.2022 - 16:28]

غزل

 

لمر په شا وړي د سایې کور

دا دونیا د کرایې کور

 

یوه ورځ دې پسې اخلي

زندګي ده د میرې کور

 

راته نیسي هره لاره

شه خراب د وسوسې کور

 

پکې ورک شمه له ځانه

موسیقي دی د هغې کور

 

ناببر غمونه راشي

زما تن بې دروازې کور

 

د هر ښکلي پرې جګړه ده

شوې زړګیه! د دعوې کور

 

تر جوماته درتلای نه شم

بل را وښیه نیزدې کور

 

راغلو لاړو څه مو غواړې

چا لیدلی د شېبې کور

 

بارکواله! وړي اوبه مو

د خوبونو د کوڅې کور

 

بارکوال میاخېل

Barakwal Miakhel

-
بېرته شاته