(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022غزلونه

[12.Apr.2022 - 13:51]

فکر چې د ځان په زيان تمام شي نو ګناه شي

هر څه چې جبري يا له ناکام شي نو ګناه شي

 

دا ښايسته، ښايسته وجود هی دا بنديزونه

ماته چې پرته اندام، اندام شي نو ګناه شي

 

ځينې ګنهګار له سبايې تر مازيګر وي 

ځينو ته چې څنګ وخت د ماښام سي نو ګناه شي

 

يا زندګی څنګه دی بې پامه غوندې وکړم

کار چې لږ څه ايخوا له اسلام شي نو ګناه شي

انور لمر

..........

 

د وخت په تله چې یې وتلی نو کم وخیژي

ځیني یاران به اصل وښیي لړم وخیژي 

 

زه چې مې کله هم په بد حرکت پوه شمه 

سر کړمه ښکته او له سترګو نه مې نم وخیژي

 

که دوی خبرې شي چې لمر لاړو کوژده یې وکړه 

د ډېرو نجونو به د پښو راپسې دم وخيژي 

 

دا به یې خپل غرور پر ځمکه راګوزار کړي اخر

څه که په هر حکمت اسمانه پورې هم وخيژي

 

دلته د میني رنګ چې شیندي د حوا لور وي

دلته چې هر ورانی کوي زوی د ادم وخیژي

انور لمر Anwar Lemar 

.........

ما نه خپلو تېروتنو غوښې پرې کړی 

نری کيږم د وجدان له ځوره ورو ورو 

 

چې په هره خطا اور دی او دوزخ دی

کافر کيږم‌ د ايمان له ځوره ورو ورو

 

چې په ځان زه پوهېدم وخت له ما تېر و 

خرابيږم د تاوان له ځوره ورو ورو 

 

زه د سپيو سره خوښ يمه ملګريه 

خپه کیږم د انسان له ځوره ورو ورو

انور لمر

.......

 

په کاڼو زړونو کې ایساره  شومه 

لګه غمی خطا له تاره شومه

 

ما وی چې نا، نا داسې نه شي کوی 

زه انکاري یې له انکاره شومه 

 

میني خو نه کړم رواني ناروغه 

د بیلتانه د غم له ډاره شومه 

 

رښتيا رښتيا کیسو بې صبره کړمه 

خیالي خیالي ژوند ته کراره شومه

انور لمر

..........

 

ځان مې پردی دی خو بيا هم انسان دی 

انسان خپه شي په انسان باندې 

 

مينه مو سر په سر حسابه شوله 

پيسی مې پاتې دي جانان باندې 

 

زه دی بايللی يم خو څه وکړمه 

زه دی خپه يم په خپګان باندې

 

ستا نامالوم ځواب په اوږد مهال کې

بده اغېز کوي روان باندې 

 

په منافقو مې باور نه کيږي 

لاسونه نه دی ږدي په قرآن باندې 

 

Anwar Lemarانور لمر

 

-
بېرته شاته