(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022غزل

[12.Apr.2022 - 13:56]

دا ستا در به په هزار درمان ورنه کړم

دانېسته به دې په سود او زېان ورنه کړم

 

که څوک راکاندي دنیا و عقبا دواړه

عاشقی به دې په این و آن ورنه کړم

 

که مې چرې لاس د ستا په بوسه بر شي 

دا نعمت به دجنت په خوان ورنه کړم

 

څو می تیغ په پلو نه دی لګیدلی 

ستا پلو به و رقیب آسان ورنه کړم

 

که یو ځله مې ستا زلفی په لاس کېوزي 

یو ویښته به دې په درست جهان ورنه کړم

 

څو و نه وېنمه ستا سترګي که خدایی کا

عزراییل لره به هومره ځان ورنه کړم

 

معشوقی د عاشقانو دین ایمان دی

زه به چا لره خپل دین ایمان ورنه کړم 

 

ستا تر زلفو پوری پوری نوری زلفی څه دی 

په خاشاک به د چمن ریحان ورنه کړم

 

په رحمان د ستا د لبو می حرام شه

څو د خپلو وینو جام تاوان ورنه کړم

 

Rahman Baba

رحمان بابا

-
بېرته شاته