(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022دوعا

[12.Apr.2022 - 14:17]

د میني د ښمـنـان واړه میـن او عاشقـان کــې !

یــــــا ربـــــه د انـــــــســـان !

توان د محبـت زړه کې، پـیدا د هر انسان کې !

یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

چې هر یــو تـن میـن شي پـه انصاف او عدالت

د زور نـــــه وي نـــــــفـــرت

سـوله ارامي شي او ژونــــــدون وي د عــــزت

د هـــــــر قـــــــام او مـــلــــت

بنسټ ولسولي شي، چې هر تن وي په امان کې!

یــــــا ربــــــه د جـــــــهــــان!

چې نشت نوم د ښکیلاک او دزبیښاک شي په دنیا کې !

قــــایـــــمــه ورورلـــې شـــي

هرڅوک په کار لګیا شي د ژوندون په ارتقا کې!

پـــدې لار کـې ســیـالــي شــي

شرېک شي ولسـونه ټـول پـه ګټـه او تاوان کې !

یــــــا ربــــه د جـــــــــهــــان!

نقشه کې نړۍ جوړه د ستوري پښتونخوا کې !

چــــې زړه د اســـــــــیــــا دی

توان د اتفـاق پـــه پـښتنو کې راپیدا کــــــې !

چــې لـــوې ارمــان زمـــا دي

بچي مې د وطن ټول د پښتـو په لار روان کې !

توان د محبـت زړه کې، پـیدا د هر انسان کې !

یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

 

late Dr. der.nat. Kabir Stori

ډاکتر کبیر ستوری

-
بېرته شاته