(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022وینه

[12.Apr.2022 - 14:21]

وينه

۔۔۔۔۔۔۔

دا له غروره ډک غرونه مي 

ټول درپسي و کتل 

خو ته مي پيدانه کړې

  اې له غروره ډک انسانه!

نه سم ويلای چي ضمير مي

ولي د زرغونو ځنګلونو په لور

ستا په لټون پسې راوستم?

اې د سرۀ رنګ د غورځنګ سړيه!!

ته راته و ګوره 

ما نن هاااغه سرې جامې اغوستې دي

هغه جامې تاچي بې غوښتنه کول

تا چي به عمري ويل

دا د انقلاب رنګ

دا د ازادۍ د وينو رنګ

دا د مظلومانو د تحريک رنګ. .

اې د ازادۍ غوښتونکې!!!

زه پوهېږم چي ته مي اورې خو!!

ځواب نه وايې چي دا ولي?

لږ خو مي پوه کړه چي ته!

 د وينو تويولو پلوي وې 

خو مانه منله

اوس هروخت سرې جامې اغوندم

اوس پوه سوی يم!

خو ته مي نه ستايې

لا دي له سرۀ رنګه خوا ګرځېدلې ده

لا دي په ما هاااغه

باور نه کيږي

 

شاعرشهيد ارمان لوڼی

Arman Loni

-
بېرته شاته