(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022غزل

[12.Apr.2022 - 14:26]

ســـترګـــې او بــا ڼـــۀ دې تــربــګــــني کــوي

خـــال دې پــه جــــبين حـــکــمــرانـــي کــوي

 

سپين رخــسار،زلفان نيسي په تـــوردخـــط

دا کافـــــــران ښــه مســــلــمانـــي کـــــــوي

 

ګــران شــو ديــدنــونــه پـــه بـــازارد عشــــق

اوس بـــه د زړۀ وينــــــې ارزانــــــي کـــــــوي

 

دا د عشق قيصــې رښـــتيا کـــوي به څــوک

دا بــه زمـــا تـــوان او ســـــتاځـــوانــي کـــوي

 

زړۀ بــې ځــــا يه ور غــــے په مست لښـکـر

زر لـــــــري نـــۀ زور قـهــــرمــــــانـــي کـــــوي

 

شات،شودۀ،شراب،مستي،ښائسته حورې

شــــیخ بــه هــلته څــــــۀ زنـــدګانـــي کــوي

 

مــونــږه د خـــــليل ر ســـــم په ځـــــان مـــنو

خــــلق ګـــډ حـــلال کــــړي قــــر باني کــــوي

 

فـــن رســـي زړګــــي تــه د ښـــــکلا پــه لار

دې ســـفر مــــنزل تــه رو مــــانــــي کـــــوي

 

ګــــر ځـــي پیښـــور بـــيا پا يۀ تخــت باچـــا

دلـــته پښـــتانـۀ بــه ســـلـــطانـــي کـــــوي

 

Shir Ali Bacha

ارواښاد شیر علی باچا

-
بېرته شاته