(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022دهیلو امیل

[12.Apr.2022 - 15:23]

یار سره  ناکام کوه او پام کوه

زړه یې ساته زړه ته احترام کوه

 

چرته چې د ننګ غیرت خبره وي

ذکر پکې تل د پښتون قام کوه

 

ما باندې چې ګران دې ستاسو کلي کې 

هر سهار زما ورته سلام کوه

 

پریږده چې خمار مې په نشه مات شي

کله کله ست خو د یو جام کوه

 

هر کار چې کوي بیداره مخکې ترې

خیال ساته او سوچ پرې ګام په ګام کوه

...........

 

 

دې تصویر  کې  د یادونو سلسله ده

د خپل وخت د تاریخونو سلسله ده

 

ستا په مخ باندې له ورایه مالومیږي

چې پرته پرې د  دردونو  سلسله ده

 

زه له ډېره غمه خوب کولی  نه شم

خود مې ورانه د خوبونو سلسله ده

 

مازیګر شو پیغلي نه درومي ګودر ته

ختــمه  شوې  د  رنګونو  سلسله  ده

 

دې وطن  کې  خوشالي  کله  را نغله 

بس  د  ظلم   وحشتونو  سلسله  ده

 

 بېدار بیا قلم راواخیست څه به لیکي

پرې  راغلي  د شعرونو  سلســـله  ده

بصیر بېدار ستوری

 

.........

وخته  داستا  نه ګیله  نشـــته موږ  په ځان کړي ده

مونږه  همیش  لوبه  د خپل سر  په  تاوان  کړي  ده

 

مونږه  له خپله  لاسه  خپل  وطن  پخپله  وران  که

*وطــــن ورانۍ* کې ملګرتیا  مو د شیطان کړي ده

 

مونږه  ولـس قربــــــــاني کړی  دی له  خــــپلو ګټو

ویده ولس   ته  مــــو تش  لافه  په  میدان کړي ده

 

مونږه پولچک وران کړي مونږه خپل مکتب سیځلې

مونږ  د  وژلو   تجربــــه  په  هـــــر  افغان  کړي ده

 

مونږ  په بې ځایه  غرور تل بېداره وخت ضایع کړو

د ناکا مۍ   دعوه  مــــــو تل په نور جهان  کړي ده

 

بصیر بېدار ستوری

...........

 

دهیلو امیل 

ژوند ته په رنګونو کې ځای ګورمه

 مینې ته په زړونوکې ځای ګورمه

 

خیال مې د سپرلي نغمو کې نغاړمه

نور ورته ګلونو کې کې ځای ګورمه

 

شعر  ته د سازونو  جامي اغوندم

سم ورته سُـرونو کې ځای ګورمه

 

غم او خفګان دواړه خښومه بس

ځم ورته قبرونو  کې ځای ګورمه

 

فکر مې الوت  کوي  په  بره  ځي

ستورو اسمانونو کې ځای ګورمه

 

زه  د  محبت  او میني  تږې  یم

لږ ورته ذهنونو کې  ځای ګورمه

 

دا ارمان به یوځل پوره کیږي مې

هیلو  امېدونو  کې ځای ګورمه

 

اوس بېداره ستا ټولو  دردونو ته

زه په ټکورونو کې ځای  ګورمه

 

بصیر بېدار ستوری/ Basir Baidar Stori

............ .............

 

ژړا تندر نیولي

تیاره  راخوره  شوې  ده  رڼا  تـــــــندر  نــــــــیولي

خوبونه پکې ورک شولو خنــــدا تــندر نــــــــیـولي 

 

دا ولې داپه څه دغه فضا خــــــــــفه  خــــــفه ده 

سپوږمۍ اسـمان کې نه ښکاري هوا تـــندر نــیولي

 

څه وشو؟څه  به کیږي په دې  هیڅوک نه  پوهیږي 

 ژوند ټول  په  اظطراب دی هر  ساه  تندر   نیولي

 

ناشنا شانـــــــــته کارونه دې وطــــــن کې نازلیږي 

هر څه یودم  بدل شي  هره خواه  تـــــــندر نیولي

 

له دې هیواده  هر   اشـــــغال په تېښته  دی  وتلی

روس هم وو تښـــــــتیدلی  امریــکا تــــندر نیولي

 

ژړلې هم  په چـــــغو چـــــغو خپل کاله کې نه شو

خوښي بــــــــــېداره  جرم  دې  ژړا  تــــندر  نیولي

 

بصیر بېدار ستوری/ Basir Baidar Stori

.......................

 

انسان

 د  زړې  پیړۍ  انســـــــانه  لږ  خبر  شه

ددې  نوې  پیړۍ  ژوند  ته  برابر  شــــه

 

خپل  زاړه  خیالونه  ، زوړ فـــکر بدل که

له  نړۍ  ســــره  ملګری  په  هـــــنر شه

 

خلک وخاته سپوږمۍ ، ستورو ، اسمان ته

ته  هم  پورته  د  خپل علم  په  وزر  شه

 

تورو  شــــپو  او  له  تور  دور  نه  راوځه

سپین سبا شه رڼا ورځ شه سپین سحر شه

 

نور  د  مرګ  قتل او  قتال لوبه زړه  شوه

د  ژوندون  لــــپاره  زیری د اختر  شـــــه

 

په تدبیر د خپلې پوهي کاروان جوړ که

په  ملي  شعور  ددې  کاروان  رهبر شه

 

د ړندو په شانته هر ځای تیندک مه خوره

د  ذهین  انسان   په  شان  بینا نظر  شه

 

د نــــفرت  ماده  دې  وباســــه له زړه نه

محــــبت  ته  غېږه  پرانیزه  دلبر  شـــه

 

د غفلت  له  درانه  خوبه  رابېدار  شــــه

خپل محنت باندې مظبوط لکه د غر شه 

بصیر بېدار ستوری/ Basir Baidar Stori

-
بېرته شاته