(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022 ستا زړګی وچوه

[12.Apr.2022 - 15:38]

ستا  زړګې  وچـــــوه  پــــــښتونه

زړه  مـــــې  چاؤدې  دې  له تا نه

 

خــوی خــــــــصلت دې د غـــــلام

نــــــشه    زیاته    د    باچا   نه

 

کله  سـکھ  په  تا  ســـــــــورېږی

مغـــولې  دې  بابا  کـــــــــــیـږی

 

بیا په  تا  په جـــــوتـو کــــــیــږی

بهــشتی  څــوک له کــوه  د امانه

 

عـــقل  پــــس  زړه  دې  نا  پاکه

لاس  دې  ســــتړې  خُله  چالاکه

 

ســتا تاریـــخ دې عـــــــبرتـــناکه

چــېرې خلاص نه ئې د خــــزانه

 

خــپل خــېرخواه  ته لاس په بډه

سرســری  ته  زر  کـــــړې  ډډه

 

مامـله    دې    ګــــــــډه    وډه

خېل  خانه  دې  بې  نـــــــشانه

 

تا ټوکړې ټوکړې خوشحال کړو

در  بـدره  دې  جـمال  کـــــــړو

 

خـو امان دې په څه حال کــــړو

بې   وطــنه    ســــــرګــــــردانه

 

په ډیران ئې ناست خـــوشحاله

د ګـونـګـــټ ســوټو کښې جاله

 

بـې   هـنره   بـې   کـــــــــــماله

په  هـنر   د  ورور  پـــښېمانه

 

بې  نامــوسـه  ســــــتا  کارونه

سـتا  بې  کاره  نامــــوســـونه

 

غني خان

-
بېرته شاته