(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022غزل

[12.Apr.2022 - 15:44]

 غزل 

تا سره ګلاب  ښه دے 

ما سره رباب  ښه دے 

 

روستو چې پرې جنګ کوو 

مخکښې نه حساب ښه دے 

 

زمکېچې سېزل کوې 

تانه خو  درياب ښه دے 

 

سوال به زما بد وي خو 

ستا نو کوم جواب ښه دے 

 

کړے يې ارمان  د  جنګ 

ښه دے په عذاب ښه دے 

 

ستاسو په پښتو څه کار؟  

تاسو له پنجاب  ښه دے 

 

ما له  دې   څه  نه   راؤړي 

ورور مې دے کامياب ښه دے 

 

پرېږده  طمانچه   ځويه!  

سکول ته ځه کتاب ښه دے 

 

هر څنګه  چې  دے  اقبال 

تا پسې  خراب  ښه  دے 

 

اقبال مومند

Iqbal Momand

-
بېرته شاته