(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022 د ډب مسلماني

[12.Apr.2022 - 16:15]

دا د مینې خزانې

زما برخه اسماني

محبت څه دی اشنا

سلطاني ده سلطاني

دا د ویرې نه سجدې

دا د ډب مسلماني

د دولت هر یو امبار

نه دی فضلِ رباني

دا د سرو ګلو موسم

دا بې کچه ځان ځاني

 

اباسین یوسفزی Abasin Esapzai

-
بېرته شاته