(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022پېښوره

[12.Apr.2022 - 16:45]

پېښوره !زمکه ریږدي بیاڅه شور دی؟

مړورګونوکې بل شوی داڅه اور دی؟ 

پېښوره ! د ټیکریو رپا اورې ؟ 

د زلمیو د څپلیو خرپا اورې ؟ 

پېښوره !بیا د کوم بدلون ناره ده؟ 

د پښتون دخپلواکۍ څه ننداره ده ؟ 

پېښوره! دجنډو سور لاله زاره 

یه زما دغږ ملګریه یکه زاره 

پېښوره! هیندوکش سره همزولیه

یه دګلوله سره ځوښ سره همزولیه 

پېښوره! ټول جهان درته نن ګوري 

نن له تا سره د ډېرو زړونه ښوري 

پېښوره! دا پاڅون دې مبارک شه 

دافغان دژوندخوځون دې مبارک شه 

پېښوره!پام چې بېرته راستون نه شې 

خدای دې نه کا،چې پېغور دپښتون نه شې 

پېښوره ! یو توپان شه او سیلاب شه 

ستر ټاټوبی د یوه نوي انقلاب شه !

 عبدالغفور لېوال Abdul Ghafoor Liwal

-
بېرته شاته