(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022ګناه د ازل

[12.Apr.2022 - 16:48]

سوچ او پوهه

 

خپــــلـې پــــوهــې بــرابــر ســوچ دانــسـان وي

د لـوړ ســـــوچ د خــــاونــدانو  لــوړ ارمـان  وي 

 

نــاپــوهـۍ نــه غــټ دښـمــن د انــســان نـشـتـه 

نــاپــــوهـانـو تــــه جــــهـان پـېـژنــدل ګــران وي

 

تـل د ځــان پــه هــنــداره کښې جــهـان ګـــوري 

د خــپـل سـوچ پـــه انـدازه ئې تــنـګ جهـان وي

 

ځـان،  جهـان  پــه ائـينـه كښې،  پـوهـان ويـنـي رسـولـــــي ځـــان تـــر ســتــورو د اسـمــان وي

(ډاکتر کبیر ستوری (Dr. Kabir Stori

………

 

 

كـه څـوك څـېړنــه كـړي، د شـعر فــلسـفې لـټوي

 خيال اوښكلا، مینې،احساس ته به نغمې لټوي

 

خيال پــه باغي دنيا كې اوسي پـابـندي نه مـني عـبـث خـواري كـوي چې خـیال تـه زلــونې لټـوي

 

موسيقي وال لفظي انځور د خيال ته شعر وائي فـن او هنـر ورتــه د بـم او زيــر پــردې لـــټــــوي

 

ستوری پښتو پښتونـولي دساز نغمو كې نغاړي د رباب ټــنګ پسې د ټـول مالـت حـجـرې لــټوي

 

(ډاکتر کبیر ستوری (Dr. Kabir Stori

.

 

............

 

ګــنـا د ازل نـــــده هــــسـې تــــور دی، پـــرې لـــــګـــــیــــږي

خـــبــره  د حــــالاتـــو  ده پــــدې کــــه څــــوک پـــوهــیــــږي

 

انــسان  خو  له  ازلــه بــد بــــخـــت نــه دی پــــیــدا شـــــوی

بــد بــخــته  ئې  حالات  کړي  بد قسمـــتـه شـــي کــړیــــږي

 

چــې  زړه دي  وکــه زړه نـــو، بــــد لــــولــــی شـــې حــالات

حــالات  چــې  شــي  بــدل، قــسمت  پــخــپـلــه بیا  بدلیـږي

 

هدف  که  دې  قسمت  خــپـل بــدلــول  وي مــټــی نــــغــاړه

بــرکــــت  دی  حــــرکــــت  کښې دا مــتــل دلــته چــلـــیــږي

 

ډیــــــوه  د ذهــن  بــله  کــــه، هـــــد ف پـــــه لــــوری درومــه

هد ف  چې  ژوند  کې  نه وي  ژوندون  مړاوی شي  وچیږي

 

امـیـد  د  هـد ف  ســاه  ده پــه  امــیــد بــانــدی ژونــدی دي

امــیـد  د ســـتــوري  شـتـه دی،  چې  پــښـتون  به  ازادیــږي

Dr. Kabir Stori

-
بېرته شاته