(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022 کاږه چې راته

[12.Apr.2022 - 17:01]

داسې   راته   ګورې ،    لكه نه  چې  راته   ګورې

نېغ   مې  له  زړګي  وځي ،  كاږه  چې راته ګورې

 

هغه وخت لږ ډېروي، چې ته مخ راځنې پټ كړې

داسې    معلوميږي ،  لكه  ښه  چې   راته   ګورې

 

مينه  مې  په  دې  درسره  ېو  په  دوه زياتېږي

ته  دا  كله  كله  ښكليهمړه  چې  راته  ګورې

 

كله  چې  د  زلفو  وريځ  لرې كړې،   لمر مخيه!

شي  دې  پلوشې ،   ښكلي  باڼه  چې راته  ګورې

 

ډېر   سوالونه  ياد  له  زما  راشي ،  چې ته نه يې

شي په هغه وخت  خواره واره ،  چې راته ګورې

 

نن  خو  مې  خاطر  وكړه ،   چې  مه راته راګوره

زه    درته   كتى   نشمه ،   ته  چې    راته   ګورې

 

Khater Apriday(خاطر اپریدی)

 
-
بېرته شاته