(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022 بیلابیل

[14.Apr.2022 - 14:17]

غزل

ته می تر لاسه کړې خو ته مي له لاسو ووتې

څه سپېره کال وو څه سړې مرمۍ تر زړو ووتې

 

بازار موندنه وه، د هر چنار د مرګ ډرامه

څړیکي یوازي، د شهید،له پرهرو ووتې

 

پېغله دي نه خاندي د کونډي دي خالونه نه وي

سړیهته خو له رواج ، او له پښتو، ووتې

 

په اوښکو نه مینځمه ستا د تصویرونو ښیښې

هغه ته ووایه، چي نور مي ، له یادو ووتې

 

موري، زما بنارسۍ ، پر زیارتو ووېشه

د«میني»هیلي مي د زړه له دروازو ووتې

مینه انتظار/ Mina Intizar

..........

 

د نوي کال نوې کاغذپیچه 

بې پروا شه له پردې نه غېږه تاو کړه

را نيږدې شه له نيږدې نه غېږه تاو کړه 

 

کوچيانى ښايست مې تور ټيکري کې پټ دى

مسلمانه له کعبې نه غېږه تاوکړه 

 

سترګې جام، شوڼډې شراب خپله ساقي يم

راشه ټولې ميخانې نه غېږه تاوکړه 

 

له نيږدې به مو نصيب نه وي جانانه

د مبايل له آيينې نه غېږه تاوکړه 

 

مرسل پاڼې پاڼې ستړى ځان راټول کړ

تا يې مخ ته له هغې نه غېږه تاو کړه 

/Mursal Ahmadzai  مرسل احمدزۍ

..............

 

غزل

له دردونو نه راوځه

پر هـرونو نه راوځه

 

يې د دنګ قامت څښتنه

قيا متونو نه راوځه

 

زه به شونډې سرې کومه

ته رنګونو نه راوځه

 

ښار کې سرې لمبې بليږي

له ښارونو نه راوځه

 

دلفـــــظونو ترجمانه

رواجــونو نه راوځه

 

قوم دې بل پلو روان دى

له خو بونو نه راوځه

 

کېنه خـــړو دېوالوته

بلډنګـــونو نه راوځه

 

بس څپه دسمندر شه

طوفــانونو نه راوځه

 

دسپوږمۍ رڼا ته کېنه

مشالونو نه راوځه

سپوږمۍ Spogmai

..........

 

غزل

د ښار د ډوبو ماښامیو شور نه هم وېرېږم

د خپلو چيغو لېونیو شور نه هم وېرېږم

 

زه لویو، لویو خلکو وداړلم، ولوټلم

د ماشومانو ګلالیو شور نه هم وېرېږم

 

داچې په هر ډول آواز زه دخپل ځاى پاڅيږم

دومره تنها يم دبنګړيو شور نه هم وېرېږم

 

دومره مرمۍ مو په مالت او کلي وورېدې

په شنو باغچو کې دمرغيو شور نه هم وېرېږم

 

نه مورې مه يې ډکوه کميس شرنګار کوي بيا

په ډک محفل کې دپاوليو شور نه هم وېرېږم

 

په نه خبره باندې قتل ته رسيږي سره

هرڅه نه ډېره دسړيو شور نه هم وېرېږم

 

وېرېږم هسې نه چې درد مې د زړه ونڅوي

زمزمې ستا د خاموشیو شور نه هم وېرېږم

Zamzama Ghazal زمزمه غزل

..........

 

 

 

د یار په زړه باندې غباره سړى څه ووايي

چې دروغجنه شي هنداره سړى څه ووايي

 

تاته مې پټه خله کتل او ما دا نه ويل چې

ستا په ښايست کښې به نو یاره سړى څه ووايي

 

ته دغه ښکلو ته اوس ګوره چې اخته په څه دي

او دي پېدا د څه لپاره سړى څه ووايي

 

د ډار په ښار کښې خلق ټول فکر په دې کوي چې

سړى څه نه وايي له ډاره سړى څه ووايي

 

دغه یو ته وې چې په روغ زړه او دماغ ګرځېدې

ته هم مئین شولې قراره سړى څه ووايي 

 Majeed Qarar مجيد قرار

.........

 

د صاحب شاه صابر پر ځمکه

 

راباندې لنډې شوې بيخي د زحمتونو جامې

خدايه بدلې به کړو کله د دردونو جامې؟

 

په نورو نه پوهېږم ؛ مشره ؛ راته دا ووايه

موږ به تر کومه وي اغوستي د دردونو جامې؟

 

ګوره چې کوم پښتون شهيد به اخيري شهيد وي

کله به پرېولو موږ ددې احتجاجونو جامې؟

 

موږ به تر کومه ورکوو يو بل ته دا تسلۍ

چې خير !! نران اغوندي تل د زندانونو جامې

 

حق رابخښه، حق دربخښم، په مرګ مو نسته باور

په غاړه ګرځوو هر وخت موږ د دارونو جامې

 

دلته جنګونو و غربت ته دومره وده ورکړه

دلته په غاړه وي د ډېرو د کلونو جامې

 

دا انقلاب دی پښتانه هر وختې مري پر ځواني

زړې هيچا نکړې پر تن د ارمانونو جامې

 

زه ذوالقرنين باچا اوزګار له جنازو نه يمه

اوتو مې نکړلې د خپلو پرهارونو جامې

ذوالقرنين باچا

Zulqernin Baacha

........

-
بېرته شاته