(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022غزلې

[14.Apr.2022 - 14:44]

د ګل ښايسته ځواني جانانه تاته چيرته رسي

سپرلي که ډېر په تا وريږي ماته چيرته رسي

 

د انتظار د ډيوې ژوند يوه سلګۍ پاتې ده 

که ډيره هم راکاږي ساه سبا ته چېرته رسي

 

ته د خپل ځان له غمه مرې،زه دجانان له غمه 

زاهده ستا ثواب زما ګناه ته چېرته رسي

 

زه د ژوندون ځپلى،زه دې هر ستم ځپلى 

زما د ستړي زړه اواز دونيا ته چېرته رسي 

 

 Rahman Shah Sayal.  (رحمت شاه سايل)

.......................................

ماته د هر سپرلي نيمګړې تماشه ياده ده

کۀ وطن ګل ګل شي خو بې له ياره خوند نۀ کوي

 

 Rahman Shah Sail(رحمت شاه سائل)

…..............................    

 

 

ټول کوه قافونه کۀ په دې ټوله دنيا کښې دي

ټولې ښاپېرۍ ټول ښاپېري په پښنونخوا کښې دي

 

ستوري خو راتلل سپوږمۍ د ځان سره رانه وستل

زار شم پښتانۀ رقابتونه په هر چا کښې دي

 

زه خو تا د دواړو جهانونو سېلانے کړمه

دواړه جهانونه ستا د سترګو په ادا کښې دي

 

ته چې لپه پورته کړې څۀ نور اثر په ما اوکړي

ستا خو د ښېرو غوندې خويونه په دعا کښې دي

 

لا دې سيلۍ لا دې ږلۍ لا دې طوفان نۀ راځي

لا زمونږ تمبوان تمبوان کورونه په صحرا کښې دي

 

دا تصوير په دۍ منظر کښې دا شاهکار د دې فنکار

ستوري په تيرو‌  کښې دي او سترګې په رڼا کښې دي

 

يه خلکهزړۀ يو ښه دے خو زړۀ يوازې ښۀ نۀ دے

مينې کۀ ژوندۍ دي نو د زړونو په درزا کښې دي

 

دا خلک چې ښکلي دي نو ټول عمر به ښکلي وي

دا خلک د ډېرو ډېرو خلقو په دعا کښې دي

 

څنګ چې وي يو ځاے د ګل خندا او د شبنم ژړا

داسې مونږ زده کړې خنداګانې په ژړا کښې دي

 

تل دې وي سائله د تخليق د چينو سر ته خېر

څو چې مو دا شپږ سره یګانې په املا کښې دي

 

Rahmatshah Sayal رحمت شاه سائل

……...............…

 

 

د ټولې شپې د تنهايی ښامار خوړلی يمه

نۀ يم خبر سحر ته څنګ رارسېدلی يمه

 

زۀ لېونی لکه د خپل زړګي د داغ د رڼا

سحر سحر ستا په خالونو څڅيدلی يمه

 

کۀ سېلاب نۀ جوړېدۀ دا اوښکې به چرته تللی

زۀ د پيړو نه په دی لارۀ ژړيدلی يمه

 

حسن په خپله وي مرکز د زلزلو حادثو

دلته کښې زۀ د حادثو سره راغلی يمه

 

دلته به تل وي زندګي لکه آواز د بنګړو

زۀ د ښائست په ليچو داسې شرنګيدلی يمه

 

اوشوې مودی ځان لټوؤمه ځان مې اونۀ موندو

خدائی خبر کومو سترګو کوم خوا تښتولی يمه

 

دا چې دی خور په پښتونخوا ښائست په شان د بهار

سائله دا زۀ مينې هر خوا ته شندلی يمه

_____

 Rahman Shah Sayalرحمت شاه سائل

..............................................

 

 

چې دا د زړونو پېژندل به کوم انسان له ورځي

شوګيره ما اوکړه او خوب زما جانان له ورځي

ـ

ګلستانونه به د دے سترګو ليدو له راځي

هغه بلا ښکلے به ولې ګلستان له ورځي

ـ

سپوږمۍ مې زړۀ کښې ياره ستا يادونه اولړزول

زړۀ مې راډک شو ځکه اوښکلے مې ګريوان له ورځي

ـ

د زړۀ تيرو له ترې د سترګو رڼا ګانې غواړم

جانان مې لوبو له د ستورو چراغان له ورځي

ـ

هغه ډولئ چې د ارمان په دغه لار تيرېږي

اسمان به زمکے له کۀ زمکه به اسمان له ورځي

ـ

زړونه مو يو دي قسمتونه مو جدا ساّئله

په دے خبره خو ارمان زما ارمان له ورځي

ـــ

۹ اپريل ۲۰۱۲ پېښور

Rahmatshah Sayal  رحمت شاه ساّئل

يه زړۀ ګورې دلته به ګل نه سپړې

(۹۰/90)

-
بېرته شاته