(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022زارۍ

[14.Apr.2022 - 15:08]

زارۍ

اوتره ښابېرۍ وه تاوېده راتاوېده 

راغلې په ځوانۍ وه تاوېده راتاوېده 

 

وهل یی سترګکونه ستوري ټول ترینه چاپېر ؤ

اسمان سپینه سپوږمۍ وه تاوېده راتاوېده 

 

لا اوس مې هم په یاد دي هغه پټ اشارتونه 

روانه په بلۍ وه تاویده را تاویده 

 

دحسن په ګلشن یی د سپرلي مستې وږمې وې 

نازکه ګل غوټۍ وه تاویده راتاویده 

 

حرم ته یی راغلی ښاپیري له کوه قافه 

جماله وه بدرۍ وه تاویده را تاویده 

 

چلم ته یی کش ورکړ له پیزوان دودونه جیګ شو 

څه مسته لیونۍ وه تاویده را تاویده 

 

زارۍ ورته کولې ګل عزیز ترینه خفه ؤ

دا ښکلې توتکۍ وه تاویده را تاویده 

 

Gul Aziz Kamawal (دخزان ګلونه) /کابل - زمونږپارک ۱۴۰۰/۱۱/۲۹ لمریز کال

       ........................

          
ګران

له دې خلکو دې پنهان ساتمه مینې 

.د یادونو لوی داستان ساتمه مینې

 

د دنیا د خلکو سترګې راپسې دی 

په ګوګل کې پټ جهان ساتمه مینې

 

سرې لمبې مې دی له تنه ګرد چاپېره 

ډیر بې شمېره رقیبان ساتمه مینې 

 

بیا دې مخ د ګلابونو رنګ اخستی 

بیا زړګی کې یو ارمان ساتمه مینې 

 

د وصال شیبې مې کله نه هیریږي 

ځان لا هاغسې سلطان ساتمه مینې 

 

داعدام رسۍ په لاس راپسې ګرځي 

د ملا له فتوی ځان ساتمه مينې 

 

ګل عزیزه ځان په هر چا باندې ګران وی 

تا له خپله ځانه ګران ساتمه مينې 

 

Gul Aziz Kamawal (د خزان ګلونهکابل - قرغه / ۱۱/۱۲/۱۴۰۰ لمریز کال

......................

 

نازولی

 

 

نازک مخ دې دومره ښکلی نه دی څه دی 

ګل رخسار دې غوړیدلی نه دی څه دی 

 

فکر او ذکر مې دستا نامه را اخلي

اوس مې زړه په تا بایللی نه دی څه دی 

 

له کمانه دې رسا به غشو خوږ کړ 

ښه رسا دې زړه ویشتلی نه دی څه دی 

 

زه ولاړ ومه رقیب ته دې خوله ور کړه 

دا دې زړه ځما وژلی نه دی څه دی 

 

چې کنځل یی د دعا په دود پالمه 

زما یار اوس نازولی نه دی څه دی 

 

چې روان یی او غورځیږې ګل عزیزه 

میکده کې دې جام څښلی نه دی څه دی 

...........  

(دخزان ګلونه) ګل عزیز کامه وال Gul Aziz Kamawal

کابل جلال اباد لویه لاره  ۱۴۰۰/۱۲/۱۹لمریز کال

-
بېرته شاته