(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022غزل

[14.Apr.2022 - 15:12]

ګلفامې دي هغه چه نيلوفر غوندې يې تن وي 

له تنه يې ښه بوی درومي بورا باندې څرخېږي

 

ښې غټې تورې سترګې ، لوی باڼه ، نرۍ يې وروځې

که پان خوري که شراب څښي تر مرۍ يې ښکاره کېږي

 

غونچه غوندې خوله تنګه ، سر يې ګرد ، نرۍ يې پوزه

بارخو يې لکه ګل د چنبې سپين نازک ځلېږي

 

پلن وچولی ، سرې شونډې ، هلک چاه يې په زنخ کې 

واړه هموار غاښونه په خندا کې سپين برېښېږي

 

ښې سپينې ډکې لېچې ، ګرد ورغوي ، اوږدې ګوتې 

هر ځای ته چه يې ګورې هيڅ لقب پرې نه جوړېږي

 

د تيو سر يې تور ، تي يې هلک ، سينه کشاده

په قد سمه ثابته سم الف شي چه ودرېږي 

 

د سر وېښته يې تور نري ، اوږدې ول ول يې زلفې 

په ځان لکه باغکه چه وېښته پرې نه نمايېږي 

 

د سپوخڅو وېښته يې هم نري په نشت شمارلي

ورنونه ، کوناټي يې ښه ليدل شي چه خوځېږي 

 

ډېر خوب لږ يې خوراک ګېډه يې ناسته ملا نرۍ

الت پکې نامه څخه په ګوته څرګندېږي

 

لږ قهره ، عقلمنده ، کم دخوله ، مهربانه 

ساده ، لږه خندا خو هم په شونډو کې موسېږي

                                                                     

 

ستر خوشال بابا Khushal Khan Khattak 

-
بېرته شاته