(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022دمشال خان

[14.Apr.2022 - 15:35]

د مشال ماتې ګوتې

 

نن مې پر زړه اوري مشال، د مشال ماتې ګوتې

تړم د اوښکو په دسمال د مشال ماتې ګوتې

 

فخر افغانه! د "مردان د مارچ" دويم پړاؤ دی

ستا د پښتيو په مثال د مشال ماتې ګوتې

 

زموږ تاريخ، زموږ غېرت، زموږ اسلام او پښتو

د فرخندې شلېدلی شال، د مشال ماتې ګوتې

 

اوس به محفوظ وي د نبي آخر زمان تقدس؟

له موږه نن کوي دا سوال د مشال ماتې ګوتې

 

ستاسو پوره مسلماني په هر یو لاس کې کاڼي

ستاسو د ټول علم کمال د مشال ماتې ګوتې

 

لکه چې مات شي تسلسل د يوه قام د تهذيب

ماتې طبلې، مات سر و تال، د مشال ماتې ګوتې

 

يو لوی پېغور د مات بامیانو، بل د مات مېرانشاه

بل لوی پېغور زما په خيال د مشال ماتې ګوتې

 

توره قلم به دواړه مات کړي، دوباره به شي مړ

که چرته وليدې خوشال د مشال ماتې ګوتې

 

صوابيواله نجلۍ نن شوه غريو نيولې ځان ته

څوک به مې ږدي پر زنه خال؟ د مشال ماتې ګوتې

 

ملا به نه وئيل چې ټول مذهب دی امن امن؟

کړې يې په جشن استقبال د مشال ماتې ګوتې 

 

نخښه د قام د بې حسۍ د مشال مات اسوېلي

ثبوت د قام د هر زوال د مشال ماتې ګوتې

 

هره ذره زخم، په هر زخم کې لاندې زخم

دي په زخمونو مالامال د مشال ماتې ګوتې

 

په ترحم به يې مرهم کوي، همدا يې چاره

د مور په زړه کې دې سمبال د مشال ماتې ګوتې

 

۱۳ اپرېل ۲۰۲۲

Khan Zaman Kakar خان زمان کاکړ

-
بېرته شاته