(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.04.2024زما په خیال

[23.Apr.2024 - 05:34]

زما په خيال / غزل

 

ازار وهليه قامه ! وۀ دې ليده

په ښاغلتوب بدنامه ! وۀ دې ليده

 

څنګه مات مات شوې پولادي سړيه !

شوې راګوزار له بامه ، وۀ دې ليده

 

د ساقي سترګو ته دې برند وکتل

توی شول شراب له جامه ، وۀ دې ليده

 

ټول دې پيکه پيکه رنګونه ورکړل

د اننګو رسامه ! وۀ دې ليده

 

د مازديګر د زېړي لمر ننداره

لوټ کړله تا ، ماښامه ! وۀ دې ليده

 

«خوشحال» لا هغسې ژوندی پاتې دی

زما ياغي «بهرامهوۀ دې ليده

 

«قراره» نورې ترانې مه ليکه

«د تخيل غلامهوۀ دې ليده

 

سلېم قرار Saleem Qarar

-
بېرته شاته