(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.04.2024پښتون نه ګیله

[23.Apr.2024 - 06:32]

د پښتون نه ګیله او د مغول سره فتنه

د خوشال بابا کلیات

مخ - ۱۶۷

.

بیا له کومه را پیدا شو دا بهار

چې په لوري یې ملک کړ یو ګلزار

.

ارغوان دي، ضمیران، سوسن، ریحان دي

یاسمن دي، نسترن، نرګس، ګلنار

.

د پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته

ولې سره لاله دي، لا په کښې اوڅار؟

.

جونه، موټي موټي ګل ږدي، په ګرېوان کښې

د ځوانانو ګلدستې دي په دستار

.

مغني په چغانه، لیندۍ کېږده

په نغمو، په پردو، وغواړه هر تار

.

ساقي راشه ډکې ډکې پیالې راکړه

چې د میو په مستۍ شم سرشار

.

پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه

لکه باز منګولې سرې کا، په خپل ښکار

.

سپینې تورې یې ګلګونې کړې، په وینو

په اهاړ کښې، شګفته شو لاله زار

.

ایمل خان، دریا خان، دواړه مرګ یې مه وای

هېڅ تقصیر دواړو ونکړ، وار په وار

.

د خیبر دره یې سره کړله، په وینو

په کړپه یې هم روان کړ دندوکار

.

تر کړپې، تر باجوړه، سمې غرونه

په لړزه، په زلزله شول، په بار بار

.

په هغه لوري چې کېږي پنځم کال دی

هره ورځ د سپینو تورو خرپهار

.

چې په دا لوري، زه راغلم، حبطه شوم

زه مردار یم، که دا خلک دي مردار؟

.

په لښکر لښکر، نارې شوم ورته ستړی

دا کاڼه راته نه مهېرګ وایي، نه ځار

.

چې احوال د یوسفزیو رامالوم شو

لواغر، و ما ته ښه وه، نه دمغار

.

د خټکو سپي، بهتر تر یوسفزیو

که خټک دي هم په خوی تر سپي بېکار

.

درست پښتون، له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار، پټ او اشکار

.

ګوره څو جنګونه وشول، په هر لوري

ولې هېڅ د یوسفزیو نشته عار

.

اول جنګ د لوړې شا، د تاترو وهٔ

چې څلوېښت زره مغول شول، تار په تار

.

خویندې لوڼه یې په بند د پښتنو شوې

اس، اوښان، هاتیان، اولجه قطار قطار

.

دویم جنګ، میر حسیني، په دوابه کښې

چې یې وټکېده سر لکه د مار

.

بیا له پسه، د نوښار د کوټ جنګ وه

چې مې وکېښ تر مغولو خپل خومار

.

بیا له پسه، جسونت سېنګ، شجاعت خان و

چې ایمل یې ګنداب ویوست د مار

.

شپږم جنګ، مکرم خان، شمشیر خان، دواړه

چې ایمل یې کړل په خاپښ کښې، تار په تار

.

چې زما په یاد دي، لوی جنګونه دا دي

د هلکو په هر لوري نشته شمار

بېرته شاته