(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زاخیل

[23.Apr.2024 - 06:44]

زاخیل 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

زاخیل له آره سړ بني پښتانه دي ا و په سړ بنيوکې غوري يا غو ريا خیل دي چې ېر دولت يار ورګډيږي او په دولت يار کې دمو مندو سترې قبيلې ته منسوب او دمو مندو ددويزيو دښاخ يوه څا نګه ګڼله کيږي٠ 

غوري يا غو ريا خیل هغه پښتا نه دي چې دچنګيز(٦٣٤ هجري قمري مړ) په تا ړاکو نو و دچنګزيانو په نا تا رو نو کې له خپلې اصلي مینې غور نه چې په مرکزي افغانستان کې مو قعیت لری ليږد او مهاجرت ته اړ شوي دي٠ د غو ريو پښتنو نوم د ستر خو شال بابا( ١٠٢٢-١١٠٠هجري قمري) په دېوان کې داسې راغلی دی

هند ته يې روان کړ بدرګه مې مستجاب 

 هم ملک،هم خان، هم همه غوري ارباب 

داورنګزېب عالمګیر(١١٦٨-١١١٨هجري قمري)د زمانې يو بل شاعر حسين پکلي وال ويلي دي

د رقيب دنا کردو به مې خلا ص نه کا

   که جنبه مې شي تمام غوري خښي 

د پښتنو نازکخيال شا عر حميد ما شو خيل هم داسي وايې :

 چې دا ستا دنا مې بوی اخلي حميده!  

څه به نه وي خوش دما غه غوري، خښي 

ارواښاد علامه استاد عبد الشکور رشاد رحمته الله عليه در احت ياد په نا مه د مقالو په هغه ټو لګه کې چې په ١٣٦٤ لمرېزکال کې دکا بل پو هنتون دژبو او ادبيا تو دپو هنځي له خوا خپره شوې ده په خپلې يوې مقاله کې چې د راحت زاخيلي په اړوند يې کښلې ده دزا خيلو دقبيلې په اړوند داسي ليکلي دي : " زاخیل دمومندو په دویزیو ورګډیږي اودويزي او خويزي دمو مندو دوې نامتو څا نګې دي چې دګنداو او کو ډا خيلو تر مينځ میشته دي٠ زاخيل زياتره کو چيان دي، ديشين(١) ا و غر شين(٢) هم پکې شته ٠ دننګر هار ولايت دروداتو دولسوالۍ دکان او کتر غي تر مينځ سیمو کې میشته دي٠ دننګر هار ولايت دکا مې ولسوالۍ او ثمر خيلو دکلي تر مينځ هم د زاخیلوڅو کلي شته دي٠ دډکې ختيز ته دکابل سيند پورې خو اته هم زاخیل پر اته دي ٠ دننګر هار پر زا خیلو بر سیره د کندز په ولا يت کې هم زا خیل میشته دي(٣) او دکو رنيو شمیر يې تقر يبا  دوو زرو ته رسيږي او مشهور کلي يې په لاندې ډول دي

١- زاخيل کلی: دسپين زر شرکت شاته٠ 

٢-خواندان کلی : دچاردرې دسيند پر غاړه٠ 

٣- پا چا قلندر کلی : دزرخريد په سیمه کې (٤)

دکندز دو لايت په مر کز دکندز په ښار کې هم زاخیل شته. ددوی کلي د کندز هوایی دګر ته څیرمه پراته دي ٠ ددغې سیمې نا متو بډای حا جي نا زکمير خان زا خيل وچې دزاخيلو نا متو قبيلې ته منسوب و٠ 

د افغا نستان نا متو ليکوال استاد عبد الرؤف بينواهم دپيښور په نو ښار کې د زاخیل په نا مه ديو ه کلي يا دونه کړې ده او زيا ته کړې يې ده چې دپښتو، فار سي، عربي او اردوژ بو ليکوال او شا عر راحت زاخيلی په دغه کلي کې زيږ يدلی دی (٥) خو پخپله ار واښاد را حت دپیښور دنو ښار په سیمه کې د زا خيلو درې کلي ښو دلي دي .(٦)

مشهور انګرېز محقق او ختيز پيژندونکی هينري جيورج راورټي دنو ښار د زاخیل کلی دازي خیل په نامه يادوي، خو دهندو ستان جيو ګرافيکل سو سائيټي ددغه کلي نوم زاخيل ليکلی دی٠ ارواښاد راحت زاخیلی هم کښلي دي چې د نو ښار په سیمه کې د زاخان با جوړي درې زا منو، دري کلي ودان کړي دي چې درې واړه دزا خیلو په نا مه سره يا ديږي٠ دز اخیلو کلي د نو ښار په جنوب لويدېز کې پر اته دي ٠ د زا خیلو او نو ښار تر مينځ دپير پا يې کلی پروت دی٠ پیر پا يې له نو ښاره دوه نيم کروه واټن لري(٧) او زا خیل له پير پا يې نه يو نيم کروه لیرې دی٠ په دې حساب نو د نوښار او زا خیل تر مينځ څلور کروه لاره ده٠ دپيښور او اټک تر مينځ پا چا هي لار د زاخیلو شمال ته تير يږي ٠ دپیښور ښار او زا خیلو تر مينځ يوولس کروه واټن دی٠ نو ښار دزاخیلو کلی د پیښور ښار شمال ته لږ مايل ختيز لور ته پروت دی او زاخیل هلته په ازاخیل پایان او ازاخیل بالا او متنیو کمې استوګنه لریاو زاخیل ( ازاخیل )د مشهور شاعر او لیکوال راحت زاخیلي د ټا ټو بي له کبله د پښتنو په ادبي کړ يو کې دځا نګړي شهرت نه بر خمن دی٠ ارواښاد راحت زا خيلي په څلورو ژبو( پښتو، فارسي، عربي او اردو) کې دشپږ ويشتو تا ليفا تو او تر جمو څښتن دی ٠ (٨)

---------------- 

ما خذو نه او يا دښتو نه

١- پښتا نه په مجمو عي تو ګه ديشين هغو خلکو ته وايې چې کو چيان نه وي او دما لو نو دروزنې پر ځای کښت او کر وکړي او په کليو او ښا رونو کې او سي٠ 

٢-غر شين هغه پښتا نه دي چې په غر ونو کې میشته دي ٠ دپښتنو يوه قبیله هم دغر شين په نا مه شته٠ 

٣-کندز دا فغا نستان د شما لي ولا يتو نو نه يو ولايت دی چې د آمو سيند يې له تاجکستانه بيلوي، ختيز ته يې تخار، لوېدېز ته يې بلخ او سوېل ته يې دبغلان ولا يتو نه پر اته دي٠ 

٤-د پا چا قلندر زيارت او مرقد هم همدلته واقع دی٠ 

٥-وګورئ اوسني لیکوال١-٤٢١ دعبدالرؤف بینوا تاليف، کابل، دو لتي مطبعه، ١٣٤٠ کال .

٦-و ګورئ لغات افغا ني،دراحت زا خیلي تا ليف، ١٢٤ مخ، دلا هور چاپ٠ 

٧-وګورئ تواريخ خورشيد جهان په ١٩٨ مخ کې چې ازي خيل دڅمکنيو يوه پښه ښودل شوې ده، څمکني هم غوري پښتانه دي٠ 

٨-دکابل رود چې په پیښور کې يې لنډی بولي دنو ښار په مينځ کې تیر شوی دی، شمالي بر خه يې داشنغر په نو ښار شهرت لري او محمد زي پښتا نه پکې اوسي، جنو بي بر خه يې دخا لصه نو ښار په نا مه يا ديږي ګډوله خلک پکې اوسي٠ 

٩-زاخیل، د راحت ټا ټوبی، دراحت ياد،دکابل پو هنتون فر هنګي شورا، کابل١٣٦٣,کال،٢٥٤-٢٥٦ مخونه٠

-
بېرته شاته