(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سمدر په خېټه کې...

[04.May.2024 - 16:49]

د سمندر په خیټه کې، د علم مباح تونل
لیک: ولي الله ملکزی

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي. 
دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کالو په مودې کې جوړیږي او مجموعي لګښت یې اته ملیارده یورو (اته نیم ملیارده ډالره) اټکل شویدي. ټیلګراف زیاتوي؛ که د اورګاډي دا سمندري لاره د ټاکل شوي پلان له مخې جوړه شي، نو هر کال به نژدې دیارلس ملیونه مسافر او دیارلس ملیونه ټنه تجارتي مالونه د دغو دوو لویو وچو ترمنځ یو بل ته ولیږدول شي. همدارنګه، د دار البَیضَاء او مدرید د ښارونو ترمنځ د مځکې له لارې سفر چې د انګوټ (بیړۍ) سفر هم په کې شامل دی، له دولسو څخه پنځه نیمو ساعتونو ته راکم شي. 
د پلان له مخې، دا تونل به په ۲۰۳۰م کال کې د مراکش، هسپانیې او پرتګال په هیوادونو کې د فټبال د نړیوالو سیالیو (FIFA) له پیل وړاندې سرته ورسیږي. په نورو سربیره، دا به د نندارچیانو او سوداګریزو کمپنیو لپاره ترټولو غوره خبر وي چې په ملیونونو خلک به په آسانۍ او ارزانه بیه نندارې ته ورځي او څوک به خپل مالونه پلوري. په عین حال کې، NASA د (امریکا د هوايي څیړونو اداره) د ترلاسه شوي انځورونو په مټ، یادونه کوي چې د طنجې په دې سیمې کې د سمندر ژوروالی په ځینو برخو کې حتی ۹۰۰ مترو ته رسي او دا به د مهندسانو لپاره یو ستر ګواښ وي چې څرنګه متبادلې او لږې ژورې لارې ومومي؟
له بله پلوه، الجزیره کاږي د انګلستان او فرانسې ترمنځ تونل چې پنځوس کیلو متره اوږد دی، په ۱۹۸۸م کې پیل او په ۱۹۹۴م کال کې د ترافیکو په مخ پرانیستل شو. دغه حیرانونکی تونل چې د سمندر له ۴۰ متره اوبو لاندې، ۱۵ زره انجنیرانو او کاریګرو د نهه نیم ملیارده سټرلنګ پونډو په لګښت سره جوړ کړی، د معاصرې زماني له اوو عجائبو څخه ګڼل کیږي او له دې لارې هرکال، لس ملیونه خلک یوې او بلې خوا ته سفر کوي. 
زه (ملکزی) پخپله په ۲۰۱۱م کال کې د همدغه تونل له لارې په اورګاډې کې له لندن څخه فرانسې ته لاړم. د ۵۰ کیلو مترو د واټن دغه سفر چې ۳۷ دقیقې یې ونیولې، موږ یوازې رنګارنګ څراغونه لیدل او د اورګاډي ځانګړی غږ مو اوریده چې زما او ښايي د ټولو مسافرو لپاره له هیجان او خاطرو څخه ډک سفر وو. تیر کال، زموږ د هیواد په یو پوهنتون کې یو محصل د خپل لیسانس د مونوګراف لپاره (د استنجاء ډولونه او احکام) عنوان غوره کړې وو چې بیا د اړونده پوهنتون په مجلې کې چاپ هم شو. په همدغې ګڼې کې د علم د ډولونو په هکله یوه مقاله هم لیکل شوې وه چې یو ډول یې علم مباح وو. 
له یو خروار تلوسې سره، زه ډیر هیله مند یم چې یوه ورځ دغه قدرمند لیکوال او هم نظره استاد یې، د همدغو دواړو تونلونو له لارې د سمندر له یوې غاړې، بلې غاړې ته سفر وکړي؛ ترڅو عملا وګوري چې د ټکنالوژۍ په دې پیر کې د ساینس او ریاضي علوم فرض دي که مباح؟

-
بېرته شاته