(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلهجو کمال

[23.Apr.2024 - 07:53]

د لهجو کمال

لیک: ډاکتر محب زغم

ځينې كسان د ادبي غونډو په كره كتنو كې د معياري ژبې په پلويتوب خبرې كوي. كه يو څوك په خپل شعر يا نثر كې مثلاً دهګۍپر ځاىهويهوليكي يا دكميسپر ځاىختوكاروي، نو دوى ورباندې نيوكه كوي چېهويهاوختمعياري كلمې نه دي. داسې بحثونه كله كله د يوې لهجې ويونكي خوابدي كوي او ممكن د ځوانو ليكوالو، شاعرانو د بې لارې كېدو سبب هم وګرځي، دوى به ګومان وكړي چې دا نظر سم دى او بيا به هېڅ كله د خپلې لهجې كلمې استعمال نه كړي.

 

كلمې كه د هرې لهجې وي، كلمې دي، معياري او نامعياري ګردسره په كې نشته. د هغو كلمو په باب چې په اصل كې يوه وي، خو په مختلفو لهجو كې يې وينګ بېل وي، بيا يې د املا په برخه كې د معياري بڼې خبره كېداى شي. لكهپښهچې په ختيزه لهجه كېخپهويل كېږي. دلته لازمه ده چې ټول د كلمې اصلي بڼه (پښه) وليكو، ځكه چې له يوې خواخپهبيا لهخپه = مرورسره التباس پيدا كوي او له بلې خوا په ليكلو كې د ګډوډۍ سبب كېږي. يا مثلاً د خوست په ځينو لهجو كې واولونه سره بدلېږي، دوىپلارتهپلوروايي اومور” “مېربولي. كه دوى د خپلې لهجې له تلفظ سره سم ليكل وكړي، نو لويه ګډوډي به راجوړه شي.

 

دغه مثالونه وګورئ: “ځنډ دې وكړ،تر ټولو تكړه،يو شخوند ډوډۍدا هغه جملې او فقرې دي چې په لوستلو يې سړى په عذابېږي. “ځنډپخپله هم درنه كلمه ده، (ن) او (ډ) دواړه په كې ساكن دي او چې بيا بل ناغږن تورى (د) هم ورپسې جوخت راشي، تلفظ يې لا سختېږي. “تر ټولو تكړهكې بيا دا غم دى چې په سر كې يې (ت) ورپسې (ټ) او وروسته بيا (ت) په كې راغلي دي. د دې فقرې تلفظ خصوصاً هغو كسانو ته سخت وي چې مورنۍ ژبه يې پښتو نه ده. “يو شخوند ډوډۍكې پهدپسېډژبه درنوي چې شخوند دې وويل، مجبور يې يوه شېبه مكث وكړې، بيا ډوډۍ ووايې. د ښه كلام يوه ځانګړنه سلاست دى، سلاست دې ته وايي چې جملې په اسانۍ سره روانې ولوستل شي او ژبه په كې بنده نه شي. پورته مثالونه كه داسې وليكو نو د سلاست ستونزه به يې له منځه لاړه شي: “ډيل دې وكړ” “تر ګردو تكړه” “يوه ګوله ډوډۍ” “ډيلپه كونړي لهجه كې دځنډمعنا لري، په كندهاري لهجه كېټولتهګردوايي. “ګولهد غزني او كندهار د سيمې خلك دشخوندپه معنا كاروي.

 

موږ په مختلفو لهجو كې د يوه شي لپاره ګڼ نومونه لرو. څومره چې په يوه ژبه كې مترادفې كلمې زياتې شي، هماغومره ژبه ورباندې ښكلې كېږي. ممكن په يوه جمله كېبېړهخوند وكړي، خو په بله كې بياتلوارښه ولګېږي او ښايي بلې جملې ته بهتاديښه موسيقي وروبخښي.

 

د معنا د دقيقې افادې لپاره هم په نورو لهجو كې داسې كلمې او اصطلاحات موندلى شو چې په خپله لهجه كې يې نه لرو. موږزړه مې بدېږيكله دخوا مې ګرځيپه معنا كاروو او كله دخوا مې ورته بدېږيپه معنا. “كاڼى،تيږه،ډبره،كمراوګټهد اندازې له نظره سره يو شان نه دي. “لوى،غټاوسترته د كارونې بېل بېل ځايونه ټاكلى شو. البته دا كار بايد په طبعي توګه ترسره شي، نه په لوى لاس. زه فكر كوم كه موږ هر يو د هرې لهجې اصطلاحات په خلاص مټ وكاروو، نو ژبه به مو طبعي تكامل وكړي او هرې كلمې ته به خپل نقش وركړي.

 

داسې خبرې هم شته چې په يوه لهجه كې به نسبتاً ځېږه، خو په بله لهجه كې به يو څه نرمه وي. كه يو چا ته ووايوته نه پوهېږېممكن رانه خپه شي، خو كه همدا خبره ورته داسې وكړو چېستا سر پرې نه خلاصېږيهغومره به پرې بده ونه لګېږي. دلته د جملو اروايي اثر هم اهميت لري. په اوله جمله كې مخاطب ګرموو، يعنې ګناه ستا ده، ته نه پوهېږې. خو په دويمه جمله كې ګناه د مخاطب د سر پر غاړه اچوو،سر دې پرې نه خلاصېږيداسې ضمني معنا هم لري چې ګناه خو ستا نه ده، ګناه دې د سر ده چې نه خلاصېږي. بني ادم تل غواړي بري الذمه وګڼل شي. ځينې ټوكماران په ټوكو كې چا ته وايي: “ته خو ډېر ښه سړى يې، خو هغه ورور دې سخت پدر نالتى دىدوى سړى داسې ښكنځي چې ډېر بد پرې ونه لګېږي.

 

په لهجو كې ممكن د هغو شيانو لپاره هم نومونه ومومو چې فكر كوو، زموږ په ژبه كې به نه وي او د نيولوګيزم په مرسته ورته نوي نومونه جوړوو. يوه ورځ مې يوه ملګري ته وويل: زه خو كله كله كلانكاري كوم. هغه وويل: زموږ په لهجه كې كلانكار تهستر چارىوايي. د نيولوګيزم يوه ستونزه دا ده چې اكثره وخت داسې تركيبي نومونو په كې جوړېږي چې تلفظ يې اسانه نه وي او د ښكلا پېژندنې له نظره بدرنګه وي.

 

كه موږ هر يو د هرې لهجې اصطلاحات سره يو شان وكاروو، نو بالاخره به يوې واحدې ليكنۍ ژبې ته هم سره ورسېږو چې د معياري ژبې پلويان يې د جوړېدا هڅه او تمه كوي. كه داسې وخت هم راشي چې ټول پښتانه لوستي وي، نو د واحدې ليكنۍ ژبې په بركت به ممكن واحده ګړنۍ ژبه هم پيدا كړو او كه داسې وشول، نو د قبيلويت له بنده به يو څه راوځو او د قوميت خوا ته به ورنژدې شو.

-
بېرته شاته