(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
څلورېزې او هایکو
هائېکو
دا وايو سپينه
کۀ دَ چا زړۀ چوي، چوي دي
کوؤ بۀ مينه
٭٭٭
خوښې چې ځان له
هر يو ښه څېز، نوخوښ کړه
بل هر انسان له
٭٭٭
بچي ډېر راوړي
خو بيا وئ څۀ اوکړمه
چې پۀ غم واوړي
٭٭٭
سړے ځي کور ته
ښۀ چې ئې ښځه نۀ وي
لکه ځي ګور ته
٭٭٭
ما وے درځمه
بيګا ، خو خوب راغے
بس سملاستمه
٭٭٭
دا خو ګناه وي
څوک چې وئ مور ناښه ده
تل بۀ تباه وي
٭٭٭
اور راورېږي
سيمه لمبۀ لمبۀ ده
دا بۀ څۀ کېږي
٭٭٭
چې خودکشۍ ته
دَ چاشي فکر ، ګوري
ګرانې ګرانۍ ته
٭٭٭
ځي چې جنت ته
پۀ کومه لار ، حېران يم
دَ ده غيرت ته
٭٭٭
ستا کۀ خاني ده
دومره نازېږه پرې مه
دُنيا فاني ده
٭٭٭
ځان سره فکر
کوؤم چې ولې نۀ کړو
دَ الله ذکر
٭٭٭
ډېر ښۀ ليکوال يم
څوک بۀ مې څنګ پېژني
مال نۀ کنګال يم
٭٭٭
هېر کۀ شم ستا نه
خو دا کېدلے نۀ شي
هېر چې شې مانه
٭٭٭
دابۀ څۀ کېږي
داسې حالات شو ، آرمان
نۀ پوره کېږي
٭٭٭
څلورېزې
چې پوره شي وسائيل ئې داسې نشته
ډېر خفه شم چې مې زړۀ ته آرمان راشي
يه توابه ! څوک دَ بل سخته څۀ وينې
هله پوي چې ئې سخته پۀ ځان راشي
هر ځائے چې دروغو څادر خور کړلو
ځکه اوس رشتيا خبرې نۀ کړي څوک
هر سړے دَ غم پۀ سمندر کښې ډوب
نن چې دَ خندا خبرې نۀ کړي څوک
دَ چا څۀ کار دے بېلوي چې مونږه
مونږه يو دواړه دَ يو بل دَ پاره
سختې کۀ هر څومره راځي ، راځي دي
يو ځائے بۀ تګ کړو دَ منزل دَ پاره
وطن زمونږ بې وره دے مونږ ور ته نۀ جوړيږو
نفرت دے پۀ هر لور دَ مينې کر ته نۀ جوړيږو
اغيار مو دَ نفاق نۀ فائده واخلې او وار اوکړي
مونږ داسې بې پروا يو چې کمر ته نۀ جوړيږو
بېرته شاته |