(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د پښتونخو ا ايوارډ لپاره...
د پښتونخو ا ايوارډ لپاره يوه مخصوصه سندره
راځئ چې ولمانځو نن اتلان د پښتونــخوا
چې و ځلوو ستوري په اسمان د پښتونخوا
په هر زمان ښاغلي، په هـــــر ميدان وتلي
هر چا هم دي منلې دا ځوانان د پښتونخوا
په شان لکه د غـــــــــرونو ولاړ په ميدانونو
په هر ډګر ياديږي باتــــــــوران د پښتونخوا
وجـــــود ئې په اقليم سوچ فکر ئې عظيم
د تورې او قلم لوئې خاوندان د پښتونــخوا
ملـــــــــي لري غرور ځلمي ئي دي مغرور
په خپل وطن قربان دے هر يو ځوان د پښتونخوا
اسلام دے که پښتو ده ،شمله د پښتنو ده
د پيغـــــلو حيا برخه ده ايمان د پښتونخوا
----------------------------
فيروز خان اپريدي
تاريخ 10 جنوري 2011 سحر مال
پېښـــــــــــور
بېرته شاته |