(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام
[06.Apr.2006 - 12:27] جرمني ، د کولن ښار
د ٢� � ٥ کال ، د اپريل ٥
په خواشينۍ سره خبر شولو چې افغان ليکوال ، شاعر او ارواپوه ډاکټر کبير ستوری د زړه د درېدو له امله نن سهار په جرمني کې وفات شو . انا لله و ان اليه راجعون
ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د ژوند اوږده کلونه خپلې ژبې ته د خدمت لپاره وقف کړي وو او په اوږده پردېسی کې هم تل د خپل هېواد او خپلې ژبې د يو نه ستړي کېدونکي خدمتګار په توګه پاتې شو.
د هغه مړينه پوه لويه ضايعه ده . کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه او هغه ارواښاد ته د جنتونو دعا کوو.
په درناوي
-
بېرته شاته |