Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زنګوم به دې
شونډې به کړم سرې جوړ به انګار کړم
بل به کړم لمبې تابه ازار کړم
سرې سترګې مې ګوره شرابي ښکاري
مه راځه نږدې تابه خمار کړمه
ګلونه تنکۍ يم په لاس نه درخم
نه چې تا له ژوند ځينې بيزار کړمه
ګل د اننګو کې مې عطرونه شته
زړه به درته تور زه له بهار کړمه
ای حفيظ ملياره زنګوم به دې
زلفونه به ټال درته تيار کړمه
Abdul Hafiz Malyar