Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دښاغلی ملیار شعرنه تازه شول
مهر بانې زما مورې
مهربانې زما مورې *** قدر دانې زما مورې
په خدمت کې د اولادوې *** سرګردانې زما مورې
بيخوبې به د ګاللې ***با ايمانې زما مورې
په ناخوالو د ژوندون کې *** باګزرانې زما مورې
ستا د خولې مړۍ زمونږ وه *** تير له ځان وې زما مورې
د اولاد د ژوند ثمر ته *** با ارمانې زما مورې
ګنا هګار حفيظ مليار يم *** ارمانجن ستا دخدمت يم
کاشکې ته راته ژوندۍ وای *** جنت نشانې زما مورې
مورې قبر د خدای ستا جنت نشان کړي
مورې قبر د خدای تاته چراغان کړې
زه حفيظ مليار به عزر کوم خدای ته
چې فردوس جنت کې ستا ښکلی مکان کړې
په خدمت کې د اولادوې *** سرګردانې زما مورې
بيخوبې به د ګاللې ***با ايمانې زما مورې
په ناخوالو د ژوندون کې *** باګزرانې زما مورې
ستا د خولې مړۍ زمونږ وه *** تير له ځان وې زما مورې
د اولاد د ژوند ثمر ته *** با ارمانې زما مورې
ګنا هګار حفيظ مليار يم *** ارمانجن ستا دخدمت يم
کاشکې ته راته ژوندۍ وای *** جنت نشانې زما مورې
مړ نشم
ګران افغانستانه په تا څه و شول
زما د ژوند ارمانه په تا څه و شول
لر دی او که بر دی پکښې اور بل دی
امونه تر بولانه په تا څه و شول
ستا د زړګي کور خدايګو ګڼډل غواړي
زما څيرې ګريوانه په تا څه و شول
شپه وي اوکه او که ورځ د خيال انځور مې يي
د پښتون د کور اسمانه په تا څه وشول
مړ نشم هجران کې ما در وغواړه
د خاپوړو ځای لغمانه په تا څه وشول
د زړه للمې اوبه نکړې حفيظ مليار
د اوښکو جوړ بارانه په تا څه و شول

دسلګو په وخت کې
مانه مې د اوښکو د باران خبرې مه پښته
پرې ميږده د څيرې مې ګريوان خبرې مه پښته
ما مې په زخمونو ستا د ظلم بټې ايښې ده
نور مې د دردونو او درمان خبرې مه پښته
ای زړګيه تاځينې بدلفظو ځواني يوړله
پريږده دا دعهد او د پيمان خبرې مه پښته
زما د ارزو ګانو ګلان څومره ډير زر مړاوي شول
جز مې له اغزو نور د بوستان خبرې مه پښته
پاڼه د خزان شوم باد مې هرې خواته اړوي
ای سرګردان ژونده د مکان خبرې مه پښته
ګران افغانستانه په تا اور ندی په ما بل دی
خاوره به د ښګل کړم د هجران خبرې مه پښته
ما حفيظ مليار نه د سلګو وخت کې سوال مکوه
زنې مې زر تړه د ارمان خبرې مه پښته

حفيظ مليار ويانا د اتريش ښار