Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
خــان لالا
غېرت دی ټول غېرت دی
تـاریـخ بـه په تل وياړي چې ولاړ په ننګ او پت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
پـه ميـنـه د پښـتـو کې تیر د ځان او د دولت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
مجـنون هم د لیـلا دی لــیـلا د د پــښـــتــو ده
د عــقـل ژورتــیــا کــې شــمــلـــه د پــښــتــنـو ده
غــنـې فـکــر ئـې ګــوره چـې پـوهـنـتـون د محـبـت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
په قـام ئـې غېـرت کړی پښتون ئې د زړه سر دی
پښتو مینې نه ډک زړه د مـیـنـې سـمـنـدر دی
د نـنـګ وفــا ښـېـګـړي ، د ایـمان ولاړ هـم چـت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
مـلــګـری د هــر چـا دی قــانــون د مـحـبـت کې
هستي د پښتونخوا ده د ژوند په حـقـیـقت کې
د ذهن هوښیارتیا کې ئې قوت او لـوی هـمـت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
د جـنـګ په بـدو ورځـو د امــن بـل مــشـال دی
په سخته کې مـلـګـرو پښتو په سرلوی شال دی
لارښود د پښتنو هم ، د پښتون قـامـي وحـدت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
سر لوړی دی هر ځای کې رښتیا چې نر پښتون دی
پښـتون وحــدت لپـاره دوشمن هم د بیلتون دی
يــووالـی ئــې نــاره ده پــه خـبـرو کــې حــکـمـت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
دسوات ښکلو ورشوکې لوی شـوی ننګیالی دی
د ژونـد ټـولو پـردو کې نـظـر ئـې تــوريـالـی دی
ځــلانــده بــه ځـلـېـږي ، چـې پــښـتـون لـره عزت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی
د دې کـاروان مـلـګـري هـدف تــه بــه رســېـږي
نسیم سـتـوري لیـکلي پـــه لاره نــــه ودرېـــږي
د ژوند هر یو ډګر کې « خــان لالا » اوچت اوچت دی
غېـرت دی ټـول غېـرت دی