(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د نورمحمد تره کي اثار چاپ شول
[27.Jan.2010 - 11:05] د پښتو ادبي غورځنګ،كوټي لخوا د افغانستان د مشهور كيسه ليكوال نورمحمد تره كي څلور ناولونه يو ځل بيا چاپ شول.
له سهيلي پښتونخوا کوټي څخه پښتو ادبي غورځنګ په لراوبر کي ټولو هيوادوالو ته زيری ورکوي چي د تكړه او مشهور كيسه ليكوال نورمحمد تره كي څلور ناولونه (څړه) (د بنګ مسافري) (سپين) (سنګسار) يو ځل بيا په رنګينه پښتۍ پر اعلْى درجه كاغذ چاپ شول.
ناولونه چي د (باختر كمپوز ځاى، كوټه) لخوا ډيزاين او كمپوز شوي دي، په كوټه، پېښور، جلال اباد، كابل، كندهار او د هيواد په نورو ډېرو سيمو كي ترلاسه كېدلاى شي.
هېره دي نه وي چي د ښاغلي تره كي دوه نور كتابونه (بې تربييته زوى- ناول) او د لنډو كيسو يوه ټولګه، به هم د پښتو ادبي غورځنګ، كوټي لخوا خپاره شي.
Source:
www.larawbar.com
- پښتو ادبي غورځنګ
بېرته شاته |