(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اوس خو بوډۍ وه
د چا په نوم چې يادېده هغه له ښاره لاړه
سره جنازه يې شوه اوچته له رخساره لاړه
هغه چې نوم و خو بس نو و د هغې د ښكلا
اوس خو بوډۍ وه تېره هېره په دغه لاره لاړه
لوڅ مخ به تلله او راتلله خو ثواب و پكې
نن يې لا بله نخره وكړه ګناهګاره لاړه
هلته د شېخ په لومه ونښته پرې واوښتله
چې د خلاصون په تمه دام ته له سنګساره لاړه
هغې چې تورې زلفې زما مخې ته څنډ وهلې
خروار، خروار مانا يې سمه له هر تاره لاړه
دا ترنم زما دزړه دى چې ګډېږي ورته
كومه نغمه چې د تڼاكې له پرهاره لاړه
كوټواله ته به پرې ستي شې كه دې نوره پو كړه
هغه ايره كه د سكروټې له سينګاره لاړه
بېرته شاته |