Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نور ته څه غواړي
وژ نئ افغانان پرخپله خاوره، نور ته څه غواړې
قتل د انسان کړی بیشماره ، نور ته څه غواړې
ورور د وروره کې بیزاره ، پلار دزوی د ښمن
تخم د نفاق کرې افغان کورته پریمانه ، نور ته څه غواړې
تا سره د جنګ او د جګړۍ ،غټ غټ پلانونه شته
بس دئ بس دئ زما وطن دي کړی ویجاړه نور ته څه غواړې
مونږ په خپله خاوره کي دژوند د حق غوښتلو یوتضمین غواړو
څومره په اور سوځو بي اختیاره نورته څه غواړې
ټوله افغانان مسلمانان یو ،خپل وطن را باندي ګران دې ډیر
سترسترغلیمان مي تښتولي پردي لاره نور ته څه غواړې
ستا د کرغیړن سیاست په لومه کي به څومره قرباني شو نور
ورک شه پښي دې سپکي کړه اغیاره نور ته څه غواړې
ته هم وروراو خور، پلاراو مور، دوست اوخپل کور لرې
ولي په توپونو زما جونګړه کړې ویرانه نور ته غواړې
زه به ستا د خلکو اوستا د خاوری درناوئ په دوو لیمو وکړم
پریږده ځوریدلي افغانان پر خپله لاره نور ته څه غواړې
مونږ خو نور څه نلرو ، دا خا وره د شهید ګور او کفن شوله
هیلي می ژوندي دي افغانیت زمونږ افتخاره نورته څه غواړې
تل به پر وطن باندی سرورکړو، که ژوندئ هم یو افغان وی نور
زه نورزی ناری وهم په زوره داچیغاره نور ته څه غواړې
ولی محمد نورزی
اګست ۲۰۱۱