(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
راځې چې رشتيا و وا يو
ډلی ډلی۰
د پخوا څخه۰
لمړې ډله۰ (سور روس)
چه ور ږغ به مو کړل :
مير زا کا کو السلام عليکم، ږغ به يې نه کولې۰ مدير صاحب ، ږغ به يې نه کولې۰ په أخير کښې به مو ور ږغ کړل چه (سور روسه) و به دردې ، او را ږغ به یې کړل ٭ چه اوس پر و لګيداست ، واياست ځوانانو څه واياست ۰
دوهمه ډله ۰ (مکناټن)
چه پوښتنه به دي ځنې وکړل ، چه څه احوال مو دي صاحبه ۰
ويل بيې چه څه احوال مو غواړی ، په دی خاورين او دوړن ښار کښې ۰
حق تعالا چه زه د حاجي پلانکی په کورنې کښې پيدا کولم ؛ ولې د (مکناټن) په کورنې کښې نه کړم پيدا ۰
دريمه ډله ۰ (غازي شهيد)
السلام علیکم ۰ وعليکم السلام ۰
راسې خداې مو راوله ، چاي تيارې دي۰
چه پوښتنه به مو ځنې وکړل ۰ چه څه احوال څه خبر۰
ویل بيې ۰ چه کله به الله هغه ورځ را ولې ۰ چه غزا وي او جهاد وي۰
غازيان سو او شهيدان سو۰
څلرمه ډله۰ (ګډه وډه، نه پوښتنه ، نه ګرويږنه)
ويل به يې ۰ چه ته وا داسې ورځ به خداې راولې؟ ، چه نه پوښتنه نه ګرويږنه ، څه چي مو زړه غواړي ، هغه وکړو ۰
=================================
ورځي مياشتې کلونه تيريږې ۰ دا سي یو وخت را ورسيدي ۰
چې حالات خړ پړ ، غلاوي او ناوړه خبرونه ۰ بيله باده دوړي۰ دا ده يوه ورځ په
کابل کښي د سهاره څخه ټکان چې په ماپښين کښې ډزې سوي۰
(مک) الوتکې یې را پورته کړې، بمباړډ او ريډيو سټیشن ساقط ، درک نه معلوميږې ۰ چه څوک څوک دي ۰
پر دوولس بجې د شپي ريډيو شټيشن فعاله سو ۰ اوله خبره یې دا وکړه چه (ستاسې شتمنۍ ستاسې شوي )
=================================
نو داده :
اوله ډله (سور روس)۰
یو څو ورځې وروسته ، چه پر دوو روان وي ، د ( هوررا) نارې وهې۰
زمونږ بزګر راغلې وو ، راته وایې چه زمونږ دا يوه ( خره) د (هوررا) نارۍ
زده کړيدي ۰ چې خلګ ناری کړي ، دې هم د (هوررا) ناري وهې ۰
ما ور ته وويل چه نور نو ته ده ته (خر) نه سواې ويلاې ۰
د ده نوم ملګرې لياقت دي ۰ بايد په خپل نامه یې و بولې ۰
دوهمه ډله : ( مکناټن)
يو څو ورځې وروسته چه فقط د افغانستان څخه را و ووت خپلې أرزو ته ورسيدې۰
دريمه ډله : (غازي شهيد)
دا ده هغه ورځ د غزا او جهاد را ورسيدل ۰۰
بمبارې ، شهيدان ۰ کلونه کلونه پر تير سول چه د وينو بهيدل دي ۰
څلورمه ډ له : (ګډه وډه نه پوشتنه نه ګرويږنه)
داده هغه ورځ را ورسيدل چه (سور روس) ولاړې ۰ غازيان ، مجاهدين هم ستړي
سول ۰ او پر کورو او يا په خپلو کارو پسې ولاړل ۰
نه پوښتنه ، نه ګرويږنه ، پر لويو لارو زنځيران و لويدل ، غلاوي ، ځوريدل،
په زور د خلګو د کورو څخه ماشومان تيښتول۰ چرسيان ، سګوانان ۰
سګوانې، هلکوان رقصول ، ښارونه لوټ چورچپاو، د زور آزماْې د پاره په پارک زرنګار کښې د بيګناه انسانانو ځړولو ننداره۰
=================================
نور نو د زغمني نه وه .۰
بيرته هغه خلګ چه پلرونه يې شهيدان سوې او مجاهدين او غازيان وو۰
را و پا څيدل چه د دي پلا ټول خلګ ور سره ودريدل ۰.
دوې هغه مجاهدين وو چه په تيرو پنځلسو کلونو کښې هم د
طالبانو په نامه ټولو خلګو پيږندل، او د خلګو قضا ءيه چارې او دعوې د دوۍ
په حضور کښې فيصله کيدلې ۰
څه رنګه چه دوې په حقيقت سره خلګو پيږندل ، نو ټوله ملت ور سره ودريدې ۰
امنيت یې جوړ کړې ۰ نوي په سلو(۹۵٪ ) کښې په ټوله مملکت کښې امنيت وو ۰
قومې او د ژبو مخالفتونه نه وه ۰
هغه وخت چه خپلواکې ته ورسيدل ۰
دنړيوال سیاست سره په ټکراو کښې راغلل ۰
د وخت سياست هيڅ موافق نه وو ۰ چه په نتیجه کښې هيڅ چا د دوي
ملاتړ نه کولې ۰
غرب ، روس ، ايران ، هند، د پاکستان سياست ، دا ټوله داسې په ډاګه او چپه مخ پر را و غورځيدل ، لکه د پاليزوان جوړڼګ چه يو څوک په ډبره و ولې ۰
د ټولې نړي بنديزونه پر و لګيدل ، د سوداګرې لارې پر بندې سولې ۰
او د الله د طرفه څخه د بارانو بنديز هم پر لګيدلی وو ۰
قدرتې تباهی ، قحطې ، چې نه د آسمان څخه يو څاڅکۍ اوبه را بيليدلي ، او نه د مځکی په تل کښی يو څاڅکۍ پاته سوي ۰۰
حیوانان ګرده مړه سول ، انسانان بر ځانو و ويريدل ، د مجبوری څخه د ټولو سيمو خلګ پاکستان او ايران ته په کډو کولو شروع وکړل ۰۰
د مخالفينو د خوا په حکومت کښې ډير خلګ ور ګډ سول ، چه د عوامو ځورول
و کړي ۰ او ګډ و ډي جوړه کړي ۰ ناوړه سياسې استفادي ۰
خو قدرتې تباهۍ، قحطي ، د حکومت ډيره لويه ستونزه وه ۰ او د نوري ولاړي توان يې ختم سوې وو۰
آفت سماوﺉ ۰۰
د امريکا حمله پر افغانستان : دي موضوع اصلآ هیڅ اړه نه در لوده د ( نيويارک) د واقعي سره۰
د طالبانو د حکومت له ميانځه وړلو د پاره هلی ځلی څو کاله مخ کښې رواني وي .
خو دا يو دليل او يا بهانه وګرزيدل ، چه ، پاکستان، ايران، روس او يا د هغه پخوانې خواګيان د امريکا فوجې ډګرونه وګرزيدل ۰
چه په نتيجه کښي يې داسي آزموينې او ننداريې ( بمبارډ) وکړې، چه نور خلګ هم په و ډاروي. ۰
=================================
هغه آش هغه کاسه ۰
اوس بعضې د هغو ډلو څخه ، چه په يوه ( بې قوله ) اتحاد يې لاسونه
سره ورکړې دي ۰
چې وايې (ډيموکراسې) مو راوستلې ده ۰ چه پوښتنه ځني وکړې ، چه چيري ده۰
وايې په (ټانک کښي ناسته ده)۰
د غرب لښکرې قبضی ته ( د يموکراسې) وايې۰ او په عين وخت کښې د اسلام
دعوه هم کوی ۰
ورځنې خبرې۰
کمونسټانو چه څه ويل او څه کول ، اوس هم عينې هغه قصې په افغانستان کښي
روانې دي. ۰
اوس داسي معلوميږي ، لکه چه (کمونيززم) غرب ته او (ډيموکراسې) شرق ته نقل مکان کړې وي ۰
Khal Kamran -
بېرته شاته |