(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

دکابل کوڅي

امرالدین سرحد
 
راپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍ
ژړوي می دغه وضع ننۍ

 
زمونږکلي جنازوته په ژړا دي
وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍ

 
دکابل کوڅي په وینو دی لړلی
تښتی خلک له وحشته له مرمۍ

 
له شهیدو اوزخمیانو څاڅی ویني
غزیدلی دجګړي توره کړۍ

 
دسپینږیروڅوخبروته په ځیرشي
وایې مه کوي بی ځایه تربګنۍ

 
دشیطانو لمسونی کړي ژرلری
ځان تری ساتي دپردیوله ځیندۍ

 
شول دیرش کاله دجګړی له تاوده اوره
تری بادیږی لاتراوسه سری سپرغۍ

 
داد«بن»کیسه اوږده شوه په جګړوکی
دوم«بن»کی به په چاکیږدی پګړۍ

 
دکنډرغولی سپیره ده پاتی شوي
نوي نه شوه پرونۍ زړه شړۍ

 
ادري موډیری شوي په هرښارکی
ژردی ختمه شی دمرګ وغم لړلۍ
 
تورپیکۍ
کوچیان تیر شول له کابله
تور پیکۍ به وینم کله
کوچۍ پیغلي مخکې تللي
په نری غږ یې ویلي
پښتني خوږي سندري
لکه سپیني مرغلري
کډي راغلي له ذابله
تور پیکۍ به وینم کله

کډي باردی په اوښانو
اوږد مزل دی دکوچیانو
دری څلور واړه جونګیان دي
رمه ساتي دری یې سپیان دي
نه ستړیږي له مزله
تور پیکۍ به وینم کله
په صورت پښتنه ښکلی
پت اوننګ ته ملا تړلی
ملالۍ دوي دوطن دي
دوي دښمني ددښمن دي
ستایو دا مینه ترتلله
تور پیکۍ به وینم کله
دا دغرو ښکلی لمني
ښکلی بریښی کیږدۍ پلني
رمي څری شنه شنیلي کښې
دا د منې په ګرمي کښې
کوچۍ راغلي له ګدره
تورپیکۍ به وینم کله

بېرته شاته