Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
تورې زلفي
تورې اوږدي زلفي چه ښکا ریږی هغه زما دې
ګڼی ګڼی چه پرمخ باندې پرتي دي هغه زما دي
***
ستر ګي مي لیدو ته دوصال په تمه ګوری تل تر تله
شپي د ژوندانه چه په غمونوکي تیریږی هغه زما دي
***
چیرته پاکه مینه د محبت اودوصلت په تارتړلې د ه
یارچی بی وفا شو زړه دننه چه سوځیږي هغه زما دی
***
ښه مینه محبت د خپل محبوب سره مقام د پا چهی ده
خړی بوری سترګی دیارلورته چه رپیږی هغه زما دي
***
توراوربل می ګوره توری زلفی پرتندې د مینی نښه ده
سترګي اوباڼوګاڼ مي په کجلوچه توریږی هغه زما د ي
***
ځان به ترینه جار کړم که نصیب زمادهیلوپاکه مینه شی
تود باران د او ښکو پرسپین مخ چه را بهیږی هغه زما دي
***
چاودی چاودی شونډی مي کباب ستا بیلتنا نه کړلی دلبره
غم چه یو په دوه شی نورغمونه چه ډیریږی هغه زما دي
***
ښه احساس د مینی نشته ، سیالګیری اوچا لبازی ده
د رقیب د خنجر واري ، پر بدن باندی لګیږي هغه زما دي
***
عشق او مینه دواړه د خیا لونو ناروغی او بیهوشی ده
په اورونو کي چه سوځي ملنګان عاشقان ټوله زمادي
***
د جنت ترحورو تیرشه پا که مینه صدقه د خپل عاشق کړه
دمحبت په لیونتوب کي دفریاد ساندې نارې ټوله زما دي
***
عاشقان د ټول جهان که د محبت احساس پید اکړی يو تربله
زماجانان چه پکښی نه وی تورقسمت په برخه زما دی
***
زه نورزی دعا شقا نو د پیوند د پاکی مینی طلبګار یم
دا نړۍ له عشقه ډ که، مین زړونه چه یوکیږی الهام زما دی