(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د PSDP د فرانکفورت د څانګی ایلکشن (ټاکنی ) تر سره شوی
[24.Mar.2010 - 22:27] 21.03.2010: دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د فرانکفورت څانګی د 2010 کال د مارچ د میاشتی په 21 نیټه، ددی څانګی د مشر تابه نوی ایلکشن (ټاکنی/ انتخابات) تر سره کړل .
دفرانکفورت د څانګی له خوا ټاکل شوی ایلکشن کمشنر ( د ټاکنو /انتخاباتو مشر)
ښاغلی سید حسن علی باچا وویل چی ایلکلشن (ټاکنی) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party - PSDP د منشور (بنسټیزی ) مطابق دډیموکراټیکو (جمهوری) اصولو سره سمی تر سره شوی. چی نتیجی (پایلی) ئی په لاندی ډول دی
۱ ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د صـــدر (مشر) په توګه
۲ ـ ښاغلی سید علیشاه دجنرال سیکرټری (عمومی منشی) په توګه
۳ ـ ښاغلی سنګین وردګ د خـزانـچـی (مالی چارو) د مشر په توګه
۴ ـ ښاغلی مسافر ناصر د اطلاعاتو او کولتوری چارو د مشر په توګه د پنځو کلونو پوری وټاکل شول.
دغه راز ښاغلی عبدالطیف اپریدی ته دفرانکفورت د څانګی د صدر(مشر) د ملاتړ (مرستیال) عهده وسپارلی شوه.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرتابه او د مشرانو جرګی غړی دوئ ته د زړه له کومی مبارکی وائی.
- د پښتونخوا خیریال
بېرته شاته |