(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
پښتونخوا دی ټولو پښتنو ته مبارک وی
[01.Apr.2010 - 14:42] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party - PSDP ټول پښتون قام ته، د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو ،د پښتونخوا مئنانو دپښتنو قامپرستو مشرانو ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وائی. او دا بری چی «دا خاوره د پښتون به پښتونخوا په نوم یادیږی» د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه.
د پښتونخوا نوم دی د نړئ په ګوټ، ګوټ، کی ټولو پښتنو ته مبارک وی
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
د مبارکئ پیغام
Presidential Secretariat of Pashtoons Social Democratic Party-PSDP
د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ صدر، د مشرانو جرګه او ټول غړی د پښتنو قامی مشر او د عوامی نیشنل پارټئ مرکزی صدر ښاغلی اسفند یار ولی خان ته د خیبر پښتونخوا «پښتونخوا» مبارکی وائی
دغه راز پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو ، ټول پښتون قام ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وائی، اود عوامی نیشنل ګوندAwami National Party (ANP) دمشرانو او په ځانګړی توګه د ښاغلی اسفندیار ولی خان د مدبرانه قامی سیاست دزړه له تله ستاینه او قدردانی کوی. پښتنو ته د خپل پيژند لاسته راوړنه د پښتون ملت اود پښتنو دمشرانو ستر ارمان ؤ
دملی رهبر خان عبدالولی خان بابا، خان شهید عبدالصمدخان بابا اودباچا خان بابا د عدم تشدد د غورځنګ لارویانو پښتنو قامی مشرانو خپلی خاوری ته د خپل نوم او د پښتنو دحقوقو دلاسته راوړنی او دپښتون قامی وحدت لپاره نه هیریدونکی مبارزه کړی، ډیري ستري قربانئ ئي ورکړی او په همدی ارمان ئي لدی فانی نړئ سترګي پټی کړي خو دادی نن ددغه قامی مشرانو یو ارمان پوره شو او روحونه ئی خوشاله دی.
د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی دا بری د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه.
پښتونخوا ،پختونخوا،پختون خوا، پښتون خوا،پښتونخوا،پشتون خوا دی د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو ته مبارک مبارک وی
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند