Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
،مينې مې ،جدايي نشته
د اټک او د ې سپين غر جدايي نشته
د امونه دې خيبر جدايي نشته
که هرڅو ټوټې ټوټې شي له بدنه
له تنې نه خو د سر جدايي نشته
له يو موره ئي شدې په ګډه څکلي
په هيڅ شان د لر او بر جدايي نشته
روژئ تل مدام په صبر نيول کيږي
د روژې او د اختر جدايي نشته
تورې شپې به شي سبا حفيظ ملياره
شوګيرونه د سحر جدايي نشته
د امونه دې خيبر جدايي نشته
که هرڅو ټوټې ټوټې شي له بدنه
له تنې نه خو د سر جدايي نشته
له يو موره ئي شدې په ګډه څکلي
په هيڅ شان د لر او بر جدايي نشته
روژئ تل مدام په صبر نيول کيږي
د روژې او د اختر جدايي نشته
تورې شپې به شي سبا حفيظ ملياره
شوګيرونه د سحر جدايي نشته
مينې مې
ميې مي زړګی راته خوړلی دی
ښه لکه ګنی يي ټول زبښلی دی
د هجر په بټۍ کې په لمبو باندې
زړه لکه غنم په مينځ چاودلی دی
زما د ارمانو د ګل غوټۍ غونچې
چا ټول په باروتو سوځولی دی
چيرته به دا سترګې چا ليدلې وي
سم لکه باران چې اوريدلی دی
زه حفيظ مليار ترينه بې برخې يم
څوک وايي ژوند ښکلی دی ښکلی دی
ميې مي زړګی راته خوړلی دی
ښه لکه ګنی يي ټول زبښلی دی
د هجر په بټۍ کې په لمبو باندې
زړه لکه غنم په مينځ چاودلی دی
زما د ارمانو د ګل غوټۍ غونچې
چا ټول په باروتو سوځولی دی
چيرته به دا سترګې چا ليدلې وي
سم لکه باران چې اوريدلی دی
زه حفيظ مليار ترينه بې برخې يم
څوک وايي ژوند ښکلی دی ښکلی دی