Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
طنزونه
محمود نظری
خسماره ګوته
ولار له درده طبیب ته یو سړی
ول مړ سوم له درده دا ګړی
په هر ځای یې چې ګوته ایښوله
اخ او وای يي له خولې ختله
طبیب چې ډیر و ازموده
هغه یې کړ سر تر پایه معاینه
د هغه ګوته يي کړه پانسمان
ول یوازې دا ګوته غواړي درمان
د بدن په هر ځای چې ګوته ایږدې
د ګوتي له درده وهې غلبلې
***
زموږ د وطن د بدن هر ځای کوی درد
ټول بدن سوی له درده خوار او زرد
هر غړي ته يې چې وګورې دی بیمار
درملنه د هغه لپاره ده اړینه په کار
طبیب يي پیدا کړ د بیماری علت
ټوله پسات دی په ګوټه یانی دولت
ځکه هغه سوی دی خرابه خسمار
درد کوي ایښول یې په هر ځای تیار
د ادګوته باید سي عملیات
یا پرې سي چې ورک یې سي پسات
داچې نن کشر نه منی دخپل مشر
مشر باید ځان مړکړی ولي کشر
ځان مه ختا باسه مه غولوه دنیا
د ټولو بدن دردونه نه دي رښتیا
نه چلیږي اوس دوګوني سیاسیت
نه چلیږي په وحدانیت کي ثنویت
په هوا کې ارمنیه وهل نه لري ګټه
د کالود اغوستلو ډول نه لري وټه
دسیاست د خولی درښتیا وتل دی لکه
د تمساح په خوله کې څوک ورکړی ګوته
نه لری سود دا غوندې منډي د بنو
چي غړي یې ټول دی پکان بې څڼو
نه ده لویه جرګه او کوچنی جرګه تدبیر
لمن نیول نه لري ګټه د صغیر اوکبیر
باید دا نظام سي له برزګانو سره نسکوره
که غواړې چې نه سي د وطن نوم کوره
ځان مه ختا باسه مه هغه او ما
دا نه ده د وطن د بدن د خوږ دوا
لس کاله تیر سوه سم نه سو سیاست
ټوله دنیا مو کړه پر ځان ملامت
ګټه نه کوي نور دا جلسې او جرګې
نه ژړا ،نه سترګګ نه بهانی نه پلمې
ټنبه پسه نه جوړیږی په یو ګوز
په نس کې وهل غواړي د جوال دوز
باید د نظام سیاست سی بدل
ارګ باید پاک سي د نفاق او هزل
دا نظام سوی دی د جولا ځاله
په کښي مښلی دی حشرات واړه
دا ځالی باید جاروسی له هر ه ګوټه
چې ورک سي له کوره د غڼی سټه
طنز
محمود نظری
پښو پښو ارمان کاږۍ غالۍ ده
څوک وايي داوطن نه دی خپلواک
مشران یې تلای سی تشناب ته په خپل واک
هر کال د خپلواکی ورځ په ویاړ لمانځل کیږي
هر چیري ولاړ دي د سولې ټانکونه زغمناک
کله راغلي وسله وال چې ووژني افغانان دلته
هغوی یوازې وژني القاعده عرب خطر ناک
***
کوږپالانو دناتو راتګ ته چکچکي کولې
ویل راسئ پر افغانستان برید وکړی همتناک
یوه نارې وهلې لوی لوی غورځوه بمونه
په دې نارو يې تش کړه خپل تور زړه کینه ناک
دبهرنیو ، کورنیو هغه مهال ښویو وزیرانو
د وژولو قواله ورکړه په خپل سر ادبناک
ول ویجاړوئ، وړئ، وژنئ اوخپله کوئ
په دې ناپرسانه ښار کې لرئ تاسو دهرسر واک
پردو چې داد ګیدړې قواله کړه تر لاسه
له شپږې لپاره یې پوستین ته اور واچوی پاک
***
پردي لکه شرمښان ګډ سوله په رمه
کوږو پالانو ورته چکچکي کولې بیباک
ول وژنئ لونګۍ داره او پټو والا پښتون
همدا د دې وطن دوښمنان دي وام ناک
ایله او ښویان د مقاومت سوه اتلان
په دولت يي ګېډه واچوله توغمه ناک
ایله سقاویانو هر ورځ د هغو لاسونه مچول
د پردو سول دا بزرګان ،کاغذي دستپاک
موږک یې راتناوکړی راوست له ځنګله
هغه خپل بریتونه وخرېیل سو زغمناک
جوپه مشر سو ددې ایله او ښویو ګیدړانو
هغه مخ ته ګیدړان ورپسې ځي چاک چاک
هغو خپله پکه لور دپښتون له زویه ښه ګڼله
هغو ته ورکړ سوددولت ټوله ادارې واک
له دولته يې جوړه کړه د مداری کړۍ
مداری توله وهی ګنډکپویې اچولی تاړاک
ددوی ناروغه سیاست .کږو وږو خبرو
له قومی تورو اینکو لیدو دا وطن کړ بلواک
***
له پردو وپوښتل سوه ولي دهاله وتي یاست؟!
هغو ددامان هوسۍ کړه د ګیدړې د قوالې واک
نظری څوک به و لري په دنیا کې داسې آزادي
له پاچا نیولې ټوله خپل وراني ته وهی تپاک
موږ هم لکه ټوله خپلي دې ازادي ته خاندو
افغانستان خپل ولس ته لاسوی دی خطرناک
***
زموږ برزګان وايي ګناه زموږ نه ده د ډالرو ده
لکه باران اوری او دې لکه سریښ چسپناک
برزګان ورته ځان تینګولی نسی لکه هجړاګان
بی اختیاره ډهل ته خپل څه اوڅه ښوروی بېواک
اوس له ټولي دنیا ورکه سوې ده لاره او روده
چې څنګه ځان وژغوری د دې برزګانو کاواک
کنايي او وییونه:
خپله پکه لور د بل د زوی ښه ګڼل(خپل بد شی ښه ګڼل)،ښوی سړی( غوړه مال)،د هاله وتل( مست شوی)،پالان يي کوږ دی (ایمان یی خلل لری،خبره د دامان هوسی کیدل( رسوا)، تپاک ( بی قراری)
توغمه ناک ( غصه). وام ناک ( خطرناک)،زغمناک( حوصله)،کاواک ( بی مغز)
http://www.dawatfreemedia.org/images/articles/2011_06/5489/u1_abdullah%20abdullah.jpg
http://www.dawatfreemedia.org/images/articles/2011_06/5489/u1_abdullah111.jpg
طنز
محمودنظری
سیاسیتمداره ادې
په لندن کې وه یوه بوډۍ زړه مالداره
دد یموکراسي له برکته سوه امیندواره
زوی یې پیداسو ، و زري کاکداره
تلویزیون یې خبر خپورکړ وار د واره
لمیسان او دوستان يې راغله په بیړه
ددې معجزی لیدوته له هر ګوټه له واره
هغوی د ماشوم لیدوته وه ډیره خوشاله
ادې د ماشوم د لیدو خبره تیروله هر واره
له ډیره انتظاره ستړي سوله میلمانه
ادې ګویا وه هغو ته خواره واره
هغوی لرله د ماشوم د لیدو تلوسه
ادې ختا ایستل هغوی سل واره
میلمانه ټوله خپه او سول ولاړ
لوڅي پښې ووتله بهر ته مرورواره
انا ورته ویل مه خپه کیږئ لمسیانو !
زه تاسو ته یوه خبره کومه سمه اواره
ورک دی له ما ځای د پرې ایستلود هغه
زه هم منتظر ه یمه د هغه اینګا ته بې واره
لږصبر وکړئ دهغه د ویښیدو وخت دی
په اینګا په یې ځای پيداسي له واره
***
موږ هم په پېټه سوې زړه ادې مرداره
دد یموکراسی له برکته سوې امینداوره
هر کنډوکپر ځان ویني دلته حقداره
هر کوڼ ا و ړوند سوی چور ته بې واره
هر کاشواز دلته سوی باشي کلانکاره
دې دیموکراسی هر پړ ته ورکړی وخت د واره
نه یې تحصیل ته کاته سي نه یې عمر ته
نه داچي بار څومره وړی لږ یا ډیر تر خرواره
چې بریالي سي وعدې سي هیري میري
ماغزه یې تالاترغا کړی خواره واره
چې یې پښه وی لا د ګور پر غاړه
خیانت کوي ملت ته دورځي زر واره
د دنیا حرص اخیرت ترې هیر کړی
نه ویریږي د انکر او منکر دګرزله واره
طنز
محمود نظری
دسرکس زمری
په هلیکوپتر کې یې راوست زمری د سرکس
ځکه ننداره یې وه لیري د زرین قفس
دسرکس خیمه ډکه وه د ډول ډول ماسکو
نه مالومیده په کښې هرکس او ناکس
بې بریته زمری ستیج ته وخوت په اکروبات
وې ډنګوی په دوو، د سرکس د پيل جرس
ورستې هګی یې راوړي وې له ځانه سره
تیز اوخوسا بوی يې بند کړ د ټولو نفس
ددې غواړم زه هرومرو رنګه چړګوري
ویل بیمار زمري چې ګروه يې خپل پس
خوسا رومیان يي وکړه پیر مغان ته
ول وڅښه دې ټولو ته ددې عنبری رس
زمری د وخت تیر کلک چاکلیټ لپاره
دجوکرشلاغی ته پر دوو نڅیده په هوس
په دې اکروباتو يې چکچکیانوته
واچوله یوه تاریخی ناسته د نس
کوم یو چې به غوښتل وکړي نیوکه
د تور عیکنو په لید و به يې مات سو اودس
زمری ویل ماته جوکر راکړې سپينه ورقه
راکړئ په پټو سترګو د هغه د مهر وس
په دې پست ژوند خوشالو بزرګانو
په تیره هغه چې وجدان مودی تس نس
وايي زه د لوې جرګې نوم بدنامه ومه
ما قسم کړی بد نامه وم هر دودمقدس
زه که جنګ نه کوم لکۍ خونیسم ببره
زما په لکۍ به شکر وکړئ زما پس
هر څو ک چې دسرکس وخوري دا خواړه
شا باش پر ما، نور به سي خوله او نس
***
د سرکس غړي یوازې د ځان غم نیولی
ځکه مښتي دي په جال کې د تارکښ
ایا دا شین بڼ هم ددوی د پلار دی
چې یې پلوری په زغن او کرګس
د سرکس په زمری دي وي زر افرین
څنګه یې را ټول کړی په ځان دا ټوله مګس
د هغه هر بزرګ مچ لستوڼي دي بډ وهلي
تر هغه يې په خوله منډی چې یې وچوي نس
پښتون نه بد کیږي چې یو وار بد سو
په هغه بیا توپير نسی دیوه او زر کس