(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

حمد باري تعالٰى

نعت شريف
 
شاعر : لائق زاده لائق
نعت خوان : عبدالرازق عمرزے
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يم بې اسرې حبيبه
اوکړه نظر د مدينې منورې حبيبه
يم بې اسرې حبيبه
سلګې سلګۍ د عمر د موسېدو په تکل
د خپل منزل په لوري د رسېدو په تکل
زړۀ مې ارې حبيبه
د جدائۍ د لاسه يم ذرې ذرې حبيبه
تۀ مې اسره ئې فقط بل څوک زما نشته دے
ستا د نامې نه بغېر خپل څوک زما نشته دے
سترګې مې سرې حبيبه
خپلې لمن ته مې يو ځلې اوبلې حبيبه
راکړه دوا د وصال زما د رنځ طبيبه
کړم دې غم بې مجال زما د رنځ طبيبه
خوښ يم په دې حبيبه
چې زۀ لايق دې کړم په عشق کښې شوګيرې حبيبه
 
 
شاعر : الحاج محمد امين
نعت خوان : عبدالرازق عمرزے
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
ګدا ستا د در يا رسول الله يمه
يا زخمي په ځيګر يا رسول الله يمه
تيکه وهمه بې کسانو لاس راکړه
ولاړ په کمر يا رسول الله يمه
په مخ ستايم ستا شفاعت شه نصيب
لايق د سقر يا رسول الله يمه
د دواړو جهانو آبرو ستا په در ده
والله په دې خبر يا رسول الله يمه
والله په دوستۍ ستا هزار وارې تېر
له مال او له سر يا رسول الله يمه
وسيله مې تۀ شې عاجز له توښې نه
روان په سفر يا رسول الله يمه
تۀ صدرالعلٰى د جرګې د بنپاتو
زۀ خوار مفظر يا رسول الله يمه
زۀ محمد امين ستا د وصف ګلشن کښې
بلبل د سحر يا رسول الله يمه
 
 
شاعر :  عبدالله صاحب نوښار
نعت خوان :  عبدالرازق عمرزے
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يا مدني تانه دې قربان شي مال و سر زما
نۀ  يم بې وفا حبيبه خدائيګو وفادار يم
اے د مدينې حبيبه ستا د در ملنګ يم
تۀ نوراني شمع ئې عرب زۀ دې پتنګ يم
روح دې فراقت کړو له دنيا نه مرور زما
څو ورځې ميلمه د مقدر په فاني دار يم
ځائے که مې په فضل الٰهي خيرالامصار شي
اووريږي ابر بهاري تازه ګلزار شي
چغې د وحدت به دې ښاخ د هجر شجر زما
زۀ به دې بلبل عاشق د وصل د ګلزار يم
ما د عاشقۍ په کتابونو کښې ليدلي دي
شمعې تمامې شعې لتانه لګيدلي دي
بخت دے په بختونو د جهان کښې بختور زما   
اے محبوبه تۀ مطلوب ئې زۀ دې طلبګار يم
اے حبيبه څومره چې زما د خلې خبرې دي
ټولې فيروزي او زبر جدا د ملغلرې دي
پاک دغې حکم د خياله ويستے دي ګوهر زما
خدائيګو ستا عاشق يم عبدالله زۀ د نوښار يم
 
 
شاعر :الحاج محمدامين
نعت خوان : عبدالرازق عمرزے
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سترګو تور د زړګي سر دے محمد عربي
په مرسلانو کښې سرور دے محمد عربي
ځکه رڼا ئې د جمال پورته له عرشه شوله
چې معشوقه د رب اکبر دے محمد عربي
دواړه جهانه ئې روښانه شو د مخ په رڼا
هسې روښان او منور دے محمد عربي
د قدم خاورو نه ئې زار شمه په زر کرته
مالک زما د مال و سر دے محمد عربي
چې په نفسي نفسي ګويان شي مرسلان همګي
شفيع په ورځې د محشر دے محمد عربي
د محشر تږو راپاسيږئ مبارک شئى درته
روان په لوري د کوثر دے محمد عربي
زۀ محمد امين په دې ګواه لرمه مولا
زما محبوب زما دلبر دے محمد عربي
 
 
شاعر :  عبدالرازق عمرزے
نعت خوان : عبدالرازق عمر زے
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مدينې نبي سرداره
دا مې په زړۀ دې ارمانونه
اوغواړه ما تر خپله ښاره
چې رانه لرې شي غمونه
محبوبه ستا ښکلے حرم دے
قسم دے ډېر زما يادېږي
ديره زما په زړګي غم دے
زړۀ مې نرے نرے خوېږي
اوکړه کرم د رب دپاره
د خلې مې خېژي فريادونه
حبيبه کړم درته فرياد
اوغواړه ما شکلې روضې ته
کړه مې غمونو نه آزاد
زر مې طلب که مدينې ته
سرحد کښې ډېر يم ناقراره
د حرم راکړه ديدنونه
سرحد کښې تنګ شوم د هجرانه
ستا خوږ ديدن پسې کړېږم
مدينه لرې ده زما نه
درپسې شپه ورځې کړېږم
اے د غريب امت غمخواره
ستا د وصال کوم سوالونه
زخمي زخمي زما ځيګر دے
مرهم د وصال لتا غواړم
دغه مې سوال ستا په پاک در دے
په عاجزۍ دې در کښې ژاړم
کومه سول غني غفاره
زما پوره کړه ارمانونه
عبدالرازق ته کردګاره
د بيت الله طواف عطا کړه
اوغواړه ئې تر مکې ښاره
پوره مې دغه مدعا کړه
روان مې کړه په دغه لاره
د زړۀ مې اوکړه علاجونه
 
 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
شاعر  :  نوران شاه طوفان
نعت خوان : عبدالرازق عمرزے
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چرته چې ذکر د محمد مصطفٰى کېږي
هلته باران د رحمتونو خامخا کېږي
ولې به نۀ ږدي بادشاهان ورته تندي په زمکه
د چا صفت چې په ياسين او په طٰهٰ کېږي
هلته باران د رحمتونو خامخا کېږي
څوک چې ورغلي بې نوا ترې بيا راغلي نۀ دي
د جوبل جوبل زړونو دلته مسيحٰى کېږي
هلته باران د رحمتونو خامخا کېږي
مشک او عنبر دي خاورې شګې د جانان د کوڅې
که څوک هزار ځله ورغلي زړۀ ئې بيا کېږي
هلته باران د رحمتونو خامخا کېږي
ما نوران شاه بوځې خالقه د جانان وطن ته
قسم په خدائے که تسلي مې په بل چا کېږي
هلته باران د رحمتونو خامخا کېږي
 
 
 
 
شاعر : ماصل خان انګار
نعت خوان :  نورالله
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هر ګل دے په چمن کښې ثنا خوان د محمدص
قربان شه هزار وارې زما ځان د محمدص
رڼا د ټول جهان دپاره خدائے دے رالېږلے
هر شے دے په صفت ځکه ګويان د محمدص
ګويا دي جمادات چې ګران حبيب د پاک الله دے
درود نباتات وائي په هر آن د محمدص
پيدا ئې چې دا واړه پېداوخت کړو له خاطره
خاطر کړے بې حده رب منان د محمدص
د فيض شمع که اخلې په دنيا په اخرت
ماصله ور داخل شه په شان د محمدص
 
 
 
شاعر :  الحاج محمد امين صاحب
نعت خوان :
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پاک محمد عربي تانه لوګے تانه لوګے
تۀ ئې محبوب ربي تانه لوګے تانه لوګے
دواړه جهانه يو نقطه ده ستا د حسن جمال
ستا د دفتر له خوبي تانه لوګے تانه لوګے
ستا په زيبا رخسار روښانه شوه تيارۀ د عدم
اے قريشي نسبي تانه لوګے تانه لوګے
لوګے به سر او سترګې دواړه کړم د مور او د پلار
ستا په در پاکه نبيص تانه لوګے تانه لوګے
د کل خوبانو خو چې ده ستا له جماله ځنې
تۀ ئې عالي نسبي تانه لوګے تانه لوګے
د غلامۍ په نسبت ستايم شرمنده او حجل 
له ډېرې بې ادبي تانه لوګے تانه لوګے
د رب د علم په مقدار ګدا محمد امين
ستا په در روز و شبي تانه لوګے تانه لوګے
 
 
شاعر : لايق زاده لايق
نعت خوان :
 
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې زړۀ دې کله خفه کېږي نو آقا يادوه صل علٰى يادوه
وايه درود په څو څو ځلې مصفطٰى يادوه صل علٰى يادوه
چې لرې غم په زړۀ کښې
درد الم په زړۀ کښې
د خپل عمل په څلي
کوې ماتم په زړۀ کښې
فکرونه پريده بس په صدق مجتبٰى يادوه صل علٰى يادوه
هغه بشير د مينې
هادي نظير د مينې
چې بل ثاني نۀ لري
په راز خبير د مينې
د زړۀ په مينه دغه مينه خامخا يادوه صل علٰى يادوه
ګل دے پخپله ګلفام
د ابنياؤ امام
د ژوبل ژوبل زړګي
د پرهرو ارام
په هره ساه کښې مدثر او مرتضٰى يادوه صل علٰى يادوه
ډېر دي زما غمونه ، بلابلا غمونه
څۀ د دنيا لايقه ، د څۀ عقبا غمونه
زړۀ راته وائي محمد رسول الله يادوه صل علٰى يادوه  
 
 
شاعر : فيضان فضل الرحمان سوات
نعت خوان :  حافظ شير زاده
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عرب وطن دے زما ، خاص چې په ښار د مدينه کښې بيا مسکن دے زما
وے په روضه کښې مقيم د پاک سردار
تل اوسيدلے هلته ليل النهار
هلته مدفن دے زما ، په مدينه کښې دا خاکي وجود دفن دے زما
تلے مدينې ته لارو دشت و صحرا کښې
دے قافله کښې روان څۀ په بيديا کښې
داسې رفتن دے زما
لکه مجنون بې ځانه تلے د عشق فن دے زما
تلے روضې ته لارو دشت و صحرا کښې
دے قافله کښې روان څۀ په بيديا کښې
لکه مجنون بې ځانه تلے د عشق فن دے زما
تلے روضې ته اسان د پاک حبيب
چرته ترې لرې نۀ وے خو دے قريب
دا روح و بدن دے زما
څۀ د بلبل په قسمت هغه ګلشن دےزما
د مدينې حرم په زړۀ وريږي زما
هغه سفر د حجاز کله به کېږي زما
پسر کفن دے زما
په اخري عمر نصيب د يار ديدن دے زما
اے د فيضان قسمته چرې بيدار شولے
چې په نصيب دې يو ځل د يار ديدار شولے
شعر ګفتن دے زما ، د پاک رسول شيرين صفت په دې دهن دے زما
 
 
شاعر :   سراج الحق سراج صاحب
نعت خوان : حافظ شير زاده
نعت شريف
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محمد مصطفٰى جانان مې ، دوست د سبحان مې ، غوره کړو الله په دو جهان مې
که دے پيدا نۀ وے ، عالم به نۀ وو ، بي بي حوا بابا آدم به نۀ وو ، که نۀ وے مخ د قدردان مې ، دوست د سبحان مې
د کل نبيانو مقتدا شو ، شب معراج کښې جلوه نما شو ، څومره عزت لري درمان مې ، دوست د سبحان مې
په دې جهان کښې غوره الله کړو ، تاج د لولاک ئې ورعطا کړو ، څومره نيازبين په رب منان مې ، دوست د سبحان مې
د امت سوال د الله نه ، په عاجزۍ اوکړو بې شانه ، اوبخښې خدايه امتيان مې ، دوست د سبحان مې
دعا مې ستا کړه په در قبوله ، چې خفه نشې زما رسوله ، دا دے پتا فضل احسان مې ، دوست د سبحان مې
سراج عاجز فقير ګدا يم ، څۀ ثناخوان د مصطفٰى يم ، رنګا رنګ طرز و بيان مې ، دوست د سبحان مې
 
 
شاعر : لايق زاده لايق
نعت خوان : حافظ شيرزاده
نعت شريف
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوره مې شوے اے ربه مقصد د مدينې
حاضر شوے په دربار کښې د اقا د مدينې
ما ښۀ په چغو چغو ئې په سنګه اوژړلے
کړې ښکل په دوه شونډ هنګا د مدينې
درود په بوډا توب کښې مې وئيلے بې حسابه
کتلے په طرف هر چا د مدينې  
د عمر مې لحاظ فکر نۀ شته خو چې تېر شوے
په څنګه د نبي خپرو د مدينې
لايقه هغه وخت ته انتظار کوه تر عمره
چې اوينې په ځان شهنشاه د مدينې
 
 
 
شاعر  :  رحيم الله برق
نعت خوان :  حافظ شيرزاده
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښکلے محبوب د رب منان نبي سلطان  ، په الله ګران مولا  له ځي جلوه د خور دے نور
اورلے ملاک صفونه ټولو پرې شندي ګلونو شان د حضور دے
راؤړو جبرائيل د خدائے فرمان ، خدائے په تا ډېر وئي سلام ، ځان ته دې غواړي
اسفان ، سور برق شه دے حکم د غفور دے غفور دے
سور په برق نبي سرور شو ، خو     پرې جوړ اختر شو
زمکه او اسمان پرې منور شو ، هر پېغمبر ئې په ليدو باندې مسرورد ے
جبرائيل امين ددې رهبر وو ، د ازله روان وو د پيغمبر وو ، الله پرې سيل کړے د عرش يستل محمور دے
 
 
 
شاعر :  عاضي لطيف الله جان
نعت خوان :  قاري محمد اسماعيل
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
په عرش عظيم الشان کښې نامه د محمد رسول الله ليکلې ده
په زړۀ د مسلمان کښې نامه ده د محمد رسول الله ليکلې ده
يو خوا ته لا اله الا الله کوي ډېر خوند
بل خوا ته محمد رسول الله کوي ډېر خوند
لږ واؤره په اذان کښې نامه د محمد رسول الله ليکلې ده
شجر او په ثمر کښې نامه د محترم ده
په خوله د فرشتو کښې نامه د ګل رقم ده
په زمکه او اسمان کښې نامه د محمد رسول الله ليکلې ده   
طٰهٰ او په يسين او مزمل سره ستائيلے
هر ګل په هر شجر کښې خوشبو د حسن ښکلې
د خدائے ښکلي قرآن کښې نامه د محمد رسول الله ليکلې ده
عاصي لطيف الله يمه امت کښې د حساب
عاشق ستا په نامه يم ستا حسن لا جواب
الله زما زبان کښې نامه د محمد رسول الله ليکلې ده
 
 
شاعر : ديوانه رياض
نعت خوان : قاري محمد اسماعيل
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
تۀ ئې ځان او ځيګر زما ، تا ئې دلبر سرور زما
تۀ ئې طٰهٰ تۀ ئې يسين
تۀ ئې صادق تۀ ئې امين ، تۀ ئې موصوف بهتر زما
تۀ ئې احمد هم ئې محمود ، نوم محمد لري خوشنود
تۀ مشک عنبر زما
تۀ ئې محبوب د ذوالجلال ، نشته مثال ستا د جمال
تۀ ئې         ـــــــــــــ    نظر زما
تۀ مې د زړۀ اوسې تيارو کښې
خوښ مې دے زړۀ ستا په جلوؤ کښې
تۀ ئې دوئي اخور زما
زۀ ديوانه رياض فقير يم
ستا په وصال پسې زهير يم
زړۀ شو سکر سکر زما
 
 
شاعر : سراج الحق
نعت خوان : قاري محمد اسماعيل
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
ربه ما بوزې د احمد نبي سلطان کلي ته
د خوږ جانان کلي ته
د مدينې منورې د فروان کلي ته
ربه دا سوال کومه ما مدينې ته بوزه
ما خو يو ځل د حضرت ښکلې روضې ته بوزه
ما بوزه ډېر په خوشحال عربستان کلي ته
ما مدينې ته بوزه ،  ربه دا سوال کومه ،  د انتظار به تر څو زۀ کال په کال کومه
سوال مې منظور کړه بوزه ما دې عاليشان کلي ته
په کښې جانان اوسېږي ، اوچت په کلو کښې دے ، دا د محبوب د مخه ښکلے په ښکلو کښې دے په تمام ښـارونو اوچت بس دغه ګران کلي ته
خدايه هغه وخت راولې چې ځم د يار وطن ته
د راتلو ارمان دے ډېر ګلزار وطن ،ؤ شم ورداخل خپې ابلې څيرې ګريوان کلي ته
د ما سراج الحق ته راوښائې ښازې د حرم
کړه وار داخل مې يو ځل په دروازې د حرم
واپس مې ما راولې بيا دې پاکستان کلي ته
 
 
شاعر : بهار ګل
نعت خوان : قاري محمد اسماعيل
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
نسيمه يوسه مدينې ته مې خبر د مينې ، سلام سلام وايه سلام مې په دلبر د مينې
نسيمه تۀ به د جانان د ښار سيلونه کوې ، ما له ئې راؤړه سرۀ ګلونه بختور د مينې
ډېر په آدب په مدينه منوره کښې اوسه ، په دغه زمکه خدمتونه د سرور د مينې
ډېر ارمانونه مې د ګنبت حضرا  په زړۀ دي ، که په ما اوکړې دلبربا ښکلے نظر د مينې
ما د هجران په تورو شپو کښې عمر ختم کړلو ، کله به راشي په غريب باندې سحر د مينې
 
 
 
شاعر : عاصي لطيف الله جان
نعت خوان :  قاري محمد اسماعيل
نعت شريف
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
خاونده څومره به وي ښکلي منارې د حرم
او مال لرمه په زړګي لارې کوڅه د حرم
خواهش لرم مينه لرم خو مال او زر نۀ لرم
والله چې تلے په هوا وے خو وزر نۀ لرم ، راته به ښائې لويه خدايه نظارې د حرم
خاونده بوميزه دنيا کښې د دنيا جنت ته
په وسيله ددې جنت ځم د عقبا ته
بېرته شاته