Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مدینه منوره
د محمد(ص) د هجرت ښار کي دا رنګینه مدینه منوره ده
څومره ښکلي په نړۍ کې د هوا او طبیعت ښه منظره ده
د اسلام حکومت چه جوړ شو دغه ښار د اسلامی تاریخ مرکزشو
ددوستی د تړون وروسته د مها جرواوانصارودوروری یوه بیلګه ده
مدینه د خُرما ځای دی درحمت په حکمت ډکه یي فضا ده
هلته هم مسجد الحرام دی د حاجیانو د څلویشت لمونځو قبله ده
د اُحد د غره لمن کي په جګړه کي اویا کسه د اصحا بوشهیدان شول
په دی ځای کي د اصحابو د لوی مشر میرحمزه لویه هدیره ده
د قبا مسجد چه ګورې د محمد(ص) اودیارانوپه لاسونو دې جوړ شوی
نبوې مسجد و څنګ ته د رسول اکرم په خپله د مقام مبارکه مقبره ده
آرامګاه د ابوبکر او عمر (رض) د محمد (ص) د قبرڅنګ ته چه پرتی دي
په دی ښار کي ښخه شوی بزرګواره د محمد(ص)میرمن بی بی عایشه ده
په لیدو یی نه مړیږی د نړی مسلما نان له هری خواه ورته را درومي
د نورزی په ټول ژوندون کي مدینه ښار په زړه پوری خا طره ده
ولی محمد نورزی