Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دضیاقاریزاده طنزونه
پوهنمل محمود نظری
ضیا قاریزاده د قاری دوست محمد زوی په کال(۱۳۰۱ ل) په کابل په زاړه ښار کې زېږېدلی دی هغه یونامتو شاعر، لیکوال، سندرغاړی، سندری جوړونکی او طنز لیکوال و.
له هغه شعرونو څخه ښه کمپوزونه جوړسوي او د هیواد ټکره سندرغاړو لکه
استاد سرآهنگ، استاد یعقوب قاسمی، استاد رحیم بخش، استاد شیدا، ځلاند، خیال، ناشناس، احمدولی، احمد ظاهر، جواد غازی یار، ساربان، صابر شیرزوی، ابراهیم نسیم، میرمن پروین، میرمن رخشانه، آزاده، ژیلا اوخپله يي هم د کبوتر په نا مه سندرې ویلي دي .
د ضیا قاریزاده یوه وتلې ځانګرتیا دا ده چې د افغانستان ټولنیز مسایل بیانوي هغه څه چې نورو لیکوالو او شاعرانوهغه ته لږ پام کړی دی ، هغه یو ډیر بشر دوست انسان و هڅه یې کوله ټوله د غفلت له خوبه راوېښ کړي او د نورو له رنځونویې خبرکړي.
د قاریزاده په شعرکې ظرافت او ادبي ښکلا لیدل کیږي د هغه ټولنیزشعرونه په دوو برخو ویشل کیږي یوه د ټولنیزو بدمرغیو یادونه ده چې شتون يې هغه ځوروي اوبل يي هغه دولتي نا خوا لي دی چې د سانسور له ډاره په طنز او ټوکو یا هم د مناظرو په ډول چې یو ادبی فرعی ډول دی بیانوي.
دضیا قاریزاده مهم اثرونه لکه : نگینې، ادبی طنزونه، نینواز (منظمه رساله) ، د ازادګان (منظومه رساله) ، هدف ( نوی اشعار) ، د ژوند منی ، پیام باختر( نوی اشعار)ا و د طبیعت ژبه دي
لومړی هغه په ټولنیزو مسایلو کې د یتیمانو د ژوند یو انځور باسي او وايي :
ژباړه:
د بې پلاری له درده مي هروخت زړه تنګ دی
د یتیمانو د مینی پسرلی دوینو په داغ رنګ دی
دویم هغه دیو بل ټولنیز ربړ یادونه کوی چي هغه د ځوانانو ته د واده دولور ستونزه ده هغه په د ی هکله وايي:
ژباړه:
یو هلک چي اوسیده په رکاخانه کي
کوزده يي وکړه پاته سو په طویانه کي
بې کندو او ږدنو په فکرکې سو د ښځې
لیونی او ا واره به سي له غمه په دې کانه کي
داجنۍ انسانه ده نه مال او نه خواړه دی
افسوز چې هغه پلوری لکه پنبه په دې زمانه کې
او په درېیم ټولنیز ربړکې هغه د د غریبانو د ځور ډک ژوند یادونه داسې کوي
ژباړه:
پرون یوې ګونډې په ګدایي لاس کړ بهر
له چادري څخه پرته یې نه لره بل آستر
سل ټوټې او پينه پينه کمیس یي
د کالو په نامه یې څه نه لرله له پښونه تر سر
او څلورم ټولنیز ربړ چې هغه یې یادوی د غریبانو او ژمی ستونزه ده هغه وايي
ژباړه:
ژمی سو او ډیر سول غمونه د غریبانو
واچوله یخ رېږده په غړو کې د غریبانو
د غمزده د زړه په حال غمزده پوهیږی
هر څوک نه دی د پيغام محرم د غریبانو
قاریزاده په خپلو شعرونو کي په څو څو ځله شاعرانو ته د وطن دوستی او اتحاد شعرونو لیکولو ته هڅوی او په هغو ټینګار کوي او وايي
ژباړه:
ښه هغه لیکوال چي شعرموزون لیکي
د وطن په مینه ښه مضمون لیکي
دضیا قاریزاده دډیرو لیکنو موخې ښوونیزي ، تادیبي او اصلاحي دی، شعرونه یې ډیر عام پامه دي .
هغه د بډو اخیستلو په اړه په طنز وايي :
ژباړه:
د غزني د مالیې مدیر جوړکړفرمان
چې داحمد دی ضبط ټوله ملک موجود سي
که يې ونه مانه دا فرمان او اصول
دی دي بندي اواعیال دی تبعید دبیسهود سي
په زرو او پیسو یي واړوی فرمان ،ول ځه
وبه لیکم چي احمد دی محمود سي
بل ځای په طنز د مدیر کنترول په هکله داسې وايي :
ژباړه:
آفرین دي اې مدیره د کنترول
درشوت دپيسودی نس سو ډول
د ګمرک کاتبه ته دوه لک وهې
په خالي جوال کې چنګګ وهې
ضیا قاری زاده ډیر ټولنیز مسایل د وخت د سانسور له بریده په طنزونو، ټوکو او دمناظرو په ډول ارایه کوي لکه د پلار او زوی مناظره ،د باد اوچراغ مناظره ، دبوډی مناظره ، دسقراط او د هغه د میرمني مناظره . د ونې او باغوان مناظره،دنعل او میخ مناظره ، دلوړې او ژورې مناظره ، دزندانی او زندان مناظره ،د ښکاري او لاروهي مناظره ،د وري او هوسۍ مناظره ، د افاطون او شاګرد مناظره ، دګل او اوبو مناظره ، دپاچاه او د خوب ماناکونکی مناظره، د عقربې اوساعت مناظره ،د باران او وریځو مناظره او داسی نور
هغه په طنز وايي:
ژباړه:
که به ملک کې د رحم، کرم اوانصاف سوی ده کاختی
مګر له امریکا يي راوغواړو سربسته پاکټونه؟!
هغه د وطن د بدمرغی یوازینی علت ناپوهې بولې او په ښکاره نارې وهلی چي د پر مختګ یوازینی لاره ځان جوړونه او زده کړه ده
ژباړه:
لومړی شی د یو هیواد د پرمختګ لپاره
د معارف هڅه ده ضرور
شته او اقتصاد اوشته او پیسې
دا ټوله د پوهې له لاری کیدای سي منظور
جوړه کړئ داسې یو ه ډله
چې وي د نفس حاکم اوحامي د کلتور
هغه د عمر په اخیر کې کانادا ته مهاجر سو او هلته په کال (۱۳۸۶ ه ش )وفات سو
هغه خپله دځان په مرثیه کي په طنز وايي :
ژباړه:
زه چې مړ سوم های اوهو مه کوئ
هیڅ زما په مړینه غلو مه کوئ
بې ږغه مې په خاورو کې ښځ کړئ دمړینې اعلان می په رادیو مه کوئ د ځیګر په وینو مي غسل کړی< غسل می په مرده شو مه کوئ دشپې دری څلور وارب پلو چلو مه وهئ تود زما بزم په سبو مه کوئ خیر اوخیرات دغریبانو دی عزت د خشو او ننو مه کوئ ماشوم تر پښو مه لاندې کوئ ددې دجلې اوبه تر ګلو مه کوئ
بېرته شاته